نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

د حماس-اسراییل جګړه؛ حماس د جګړې تر پای ته نه رسېدو پورې د یرغمل شوو کسانو د نه خوشي کېدو ګواښ کړی

حماس ډلې ویلي چې تر هغو به یرغمل شوي کسان نه خوشي کوي تر څو چې اسراییلو جګړه پای ته نه وي رسولي

خو اسراییل بیا د حماس ډلې د له منځه وړلو ګواښ کړی او وایي تر څو چې حماس ډله په بشپړه توګه له منځه یونسي تر هغو نه اوربند کوي او نه جګړه پای ته رسېږي.

جګړه لا هم په شدت سره دوام لري ځکه اسرائیل بیا وايي، په تېرو څه د پاسه ۲۴ ساعتونو کې یې غزه کې ۳۰۰ موخې په نښه کړې.

همدارنګه زیاتوي، د روانې مياشتې له پيل راهيسې یې په غزه کې د حماس له ۲۰۰۰ ډېر وسله وال وژلي دي.

له حماس سره یرغمل کسان

حماس ډلې د تېر اکټوبر په اوومه، شاوخوا ۱۲۰ کسان له اسرائیلو د یرغمل په توګه وتښتول او داسې انګېرل کېږي چې لا هم په غزه کې بندیان دي.

له دې مخکې غزه کې د حماس تر واک لاندې روغتیا وزارت ویلي و، له هغه راهیسې چې اسرئیل پرغزې تړانګې بریدونه پیل کړي، دغلته د وژل شویو شمېر له ۲۰ زرو اوښتی او له ۵۰ زرو ډېر نور ټپیان شوي دي.

نور ولولئ: د حماس-اسراییل جګړه؛ په خان یونس کې جګړه په ناورین بدلېدونکي ده

نور ولولئ: د حماس-اسراییل جګړه؛ اسراییلو د غزې په سوېل کې خلکو ته د وتلو خبر ورکړ

بلخوا په ملګرو ملتونو کې د جګړې په اړه د پرېکړه لیک د تصویب هڅې روانې دي.

امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک پر مسودې هوکړې ته د رسېدو خبر څو ساعته وروسته له هغه ورکړ چې د ملګرو ملتونو یوې ارزونې پایلو وښوده چې د غزې وګړي د خوړو له سخت کمي سره مخ دي.

د نړیوالو بنسټونو او هېوادونو هڅې

ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لېنډا توماس ګرینفیلډ وویل “له اماراتي چارواکو، مصر یانو او نورو سره له سختو هلو ځلو وروسته اوس داسې یوه پرېکړه لیک ته رسېدلي یو چې کولی شو ملاتړ یې وکړو.”

د اغلې ګرینفیلډ په وینا ټاکل شوې دا مسوده نن جمعه رایه اچونې ته وړاندې شي.

نوموړې په څرګنده ونه ویل چې ایا دې مسوده کې د اوربند او یا د تاوتریخوالي د ځنډولو یادونه شوې او که څنګه، خو زیاته یې کړه چې د”غزې خلکو ته به له دغه پرېکړه لیک سره سم د هغوی د اړتیا وړ مرستې و استول شي.”

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو یوې تازه ارزونې ښودلې چې د غزې ټول وګړي چې شمېر یې نژدې دوه نیم میلیونو ته رسېږي د خوړو له سخت کمي سره لاس او ګریوان دي او که جګړه دوام کوي نو د قحطۍ له خطر سره مخامخېږي.

د یادونې وړ ده چې د اسراییلو په حملو کې زرګونه بې ګناه فلسطینیان شهیدان شوي او بې کوره شوي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button