نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

د حماس-اسراییل جګړه؛ په خان یونس کې جګړه په ناورین بدلېدونکي ده

د غزې په خان یونس سیمه کې د اسراییلو او حماس تر منځ جګړه تر ټولو خطرناک پړاو ته داخله شوې

راپورونه وايي چې زیاته مرګ ژوبله کې ځايي اوسېدونکو ته اوښتي او په خپرو شوو ویډیوګانو کې ښکاري چې اسراییل پر عامو خلکو تر وروستي حده ظلم کوي او بشري قوانین پر پښو لاندې کوي.

په داسې حال کې چې پر غزه د اسرائیلو د یرغل لس اونۍ پوره کیږي، په غزه کې د اسرائیلو بریدونو لا زور اخیستی او د رپوټونو پر بنسټ دا مهال په خان یونس کې جګړه “کور په کور” روانه ده.

د غزې په جنوب کې د اسراییلو بریدونه

ځايي خلک وايي، د غزې په جنوب کې اسرائیلي ځواکونو نور بریدونه هم کړي دي.

تېره شپه د حماس پوځي‌ څانګې یوه وېډیو خپره کړې چې وايي‌ له جګړې وروسته هغه حالت ښيي چې اسرائیلو په کې د یوه یرغمل شوي‌ د خوشې کېدو لپاره عملیات کړي وو.

نور ولولئ: د حماس-اسراییل جګړه؛ له اوربند وروسته اسراییلو پر غزه بریدونه کړي

نور ولولئ: د حماس-اسراییل جګړه؛ اسراییلو د غزې په سوېل کې خلکو ته د وتلو خبر ورکړ

که څه هم په خپلواک ډول د دغې وېډیو پخلی نه دی شوی،‌ خو د وېډیو په پای کې په وینو لړلی یو مړی لیدل کېږي چې ښايي‌ د یرغمل شوي کس وي.

اسراییلو د یرغمل شوو د ازادېدو هڅه کوي

د اسرائیلو پوځ‌ ویلي، د یرغمل شويو د ازادېدو په عملیاتو کې یې دوه پوځيان ټپیان شوي خو وايي‌ څوک خوشی شوي نه دي.

د غزې په جنوب کې داسې مهال جګړو زور اخیستی چې امریکا له اسرائیلو غوښتي په جګړه کې د ولسي خلکو مرګ ژوبلې ته پام وکړي.

‌‌په غزه کې د حماس تر واک لاندې روغتیا وايي وزارت وايي‌،‌ د اسرائیلو د یرغل له پیل راهیسې ۱۷ زره ۱۷۷ فلسطینیان وژل دي چې شاواخوا ۷۰۰۰ یې ماشومان دي.

په غزه کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ادارې یوه چارواکي بي بي سي ته ویلي چې د ځايي‌ خلکو وضعیت “بوږنونکی دی.”

دغه چارواکي بي بي سي ته وویل “د مصر پولې ته څېرمه سلګونه زره کسان بې سر پناه پراته دي. اوبه کمه دي،‌ په کوڅو کې هر کس د خپلو ماشومانو د مړولو لپاره د اوړو غوښتنه کوي.”

دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونه او نور نړیوال بنسټونه د جګړې د درېدو هڅه کوي، خو لا تر اوسه په دې نه دي توانيدلي چې اوربند ته لاره هواره کړي. بل لور ته امریکا هم ملګري ملتونو ته خبر ورکړی چې غزه کې له اوربند سره موافق نه دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button