نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

د حماس او اسراییلو تر منځ لنډمهالی اوربند نن پیل شو

په کوم اوربند چې د دواړو لوریو لخوا هوکړه شوي، هغه څلور ورځینی اوربند دی

په دې اوربند کې به د حماس له لوري ۱۳ یرغمل شوي اسراییلیان هم خوشي شي او اسراییلو ته به وسپارل شي.

د اسرائيلو او حماس ترمنځ لنډمهالی اوربند د جمعې په ورځ ځايي وخت سهار اووه بجې پيلېږي. پرون ویل شوي وو چې دغه اوربند به (پنجشنبه) پيل شي.

نور ولولئ: د اسراییل-حماس جګړه؛ اسراییلو غزې ته هره ورځ د دوو ټانکرو تېلو د ننوتو اجازه ورکړه

نور ولولئ: اسراییل-حماس جګړه؛ اسراییلو ځواکونه الشفا روغتون ته ننوتل

د حماس وسله والې څانګې عزالدین القسام هم تائید کړې چې څلور ورځنی اوربند به په غزه کې پر ځايي وخت سهار اوه بجې پیل شي.

د حماس د پوځي څانګې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ورځو کې به د تېلو څلور لارۍ او ۲۰۰ مرستندویه لاریو ته اجازه ورکړل شي چې غزې ته ننوځي.

خوشي کېدونکې یرغمل کسان ښځې او ماشومان دي

د قطر د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ماجد الانصاري چې هېواد یې د اوربند د ټینګولو او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره د خبرو اترو د منځګړیتوب دنده پر غاړه لري، ویلي، یرغمل شوي کسان چې د جمعې په ورځ خوشې کېږي ښځې او ماشومان دي.

د اسرائیلو د کابینې یو وزیر امیچای چکلي د یرغمل شویو بندیانو د خوشې کولو او لنډمهاله اوربند د موافقې په غبرګون کې له بي بي سي سره په خبرو کې ويلي، چې دغه هوکړه د کابینې تر یوې اوږدې ناستې او رای ورکولو وروسته شوې ده.

نوموړي ويلي، “دا یوازې اوربند دی. موږ به د حماس پر ضد جګړه پای ته ونه رسوو.”

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا اسراییل د نورو یرغمل شویو په بدل کې د اوربند په غځولو غور کوي، هغه وویل چې اسرائیل پر حماس باور نه لري چې په خپلو ژمنو عمل وکړي.

د اوربند د مودې غځېدو لپاره هڅې کېږي

د قطر د بهرنیو د وزارت ویاند ویلي و، اسرائیلو، حماس، مصر او امریکا سره په ګډه “د اوربند د چټک پیلېدو او د اړینو اقداماتو د ډاډ ترلاسه کولو برخه کې چې دواړه خواوې یوې هوکړې ته غاړه کېږدي” کار او هڅې یې روانې دي.

قطري مرکچي محمد آل خلیفه سي اېن اېن خبري شبکې ته ویلي: “زمونږ کار لا نه دی ختم شوی.”

د هغه په وینا: “د تاوتریخوالي د کمولو او اوږدمهاله اوربند لپاره به ښکېلو غاړو سره زمونږ خبرې دوام ولري.”

نوموړي زیاته کړې، “پیل کې اسرائیلو ان دې ته غاړه نه کېښوده چې د لنډ مهاله لپاره دې جګړه ودروي، نو مونږ هیله لرو، پر همدغه ځای خپلې هڅې نه دروو او خپل کار ته دوام ورکوو.”

د لنډمهالي اوربند له ځنډېدو سره هممهاله، اسرائیلي پوځ ویلي، غزه کې یې د حماس پر ۳۰۰ اهدافو بریدونه کړي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button