نړیوال خبرونه

د حکومتونو مخینه او د طالبانو د حکومت دویم کال

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ ميلادي کال د اکسټ په ۱۵ مه د افغانستان په چارو حاکميت او کنټرول ترلاسه کړ خو تر ننه يې رسمي کابينه نه ده اعلان کړې

د حکومت سياسي مؤسسه اساساً د ولسونو د ادارې او ټولنيز ژوند د سمون له پاره رامنځته شوې چې په لومړيو وختونو کې دا اداره د مطلقيت په بڼه چلېده، په نړۍ کې وړې او لويې پاچاهۍ جوړې شوي چې پاچا به د ولس ټولواکمن و او د خلکو د ژوند او مرګ ټول واک به يې په لاس کې و.

تر تاريخ وړاندې د دې پاچاهیو کړه وړه د فولکلوري کيسو په غېږه کې خوندي وو، په دې کيسو کې پاچا معمولاً يو عياش سړی وي، ښکار کوي، د بزم مجلسونه لري او کله- کله بيا دربار کوي، د خلکو مسايل فيصله کوي، د« ووهه او ووژنه!» حکمونه کوي او په دې ډول په خپل هېواد کې خپله اداره چلوي خو دا پاچا معمولآً يو هوښيار وزير لري چې په پوهه او تدبير د سياست او ادارې پيچلي مسايل حل کوي او پاچا ته په هر کار او چار کې مشوره ورکوي او په دې ترتيب په ښه ډول د ادارې چارې پر مخ ځي.

نور ولولئ: طالبانو واکمنۍ شپږ میاشتې؛ د ژغورنې کمېټې پر امریکا او اروپا غږ کړی چې د افغانستان اقتصادي کړکېچ ژر تر ژره حل کړي

په تاريخي دوره کې ورو-ورو د ملتونو د ويښتابه بهير پيليږي او ولسونه فشارونه راوړي، پاڅونونه کوي او د ولس په زور د ادارې استبداد بدلوي چې ورو-ورو ملي حکومتونه، مشروطه حکومتونه او جمهوري حکومتونه رامنځته کيږي او نړيوال سياست د ولسونو په ګټه وده کوي او په اداره کې ورو- ورو د ولس غوښتنو ته ځای ورکول کيږي چې حتا اوس هم د نړۍ په ځينې پرمختللو هیوادونو لکه انګلستان او جاپان کې پاچاهي واکمني ټينګه ده، خو تر ډېره تشريفاتي بڼه لري او واک يې انتخابي حکومتونو ته ورکړی دی.

په تاريخي لحاظ له اوسنيو معيارونو سره سمه کابينه په افغانستان کې د صدراعظم سيد نور محمد شاه له خوا چې د شير علي خان لومړی وزیر و جوړه شوه.

نن سبا په نړۍ کې تقريباً ټول نظامونه په رسمي کابينو چليږي او د طالبانو حکومت يوازينی حکومت دی چې د دوه کالو په تېريدو لاهم سرپرسته اداره لري.

نور ولولئ: کابلوف: که طالبان ځينې شرطونه ومني د مشروعيت ترلاسه کولو په چارو کې به د طالبانو ملاتړ وکړي

دوی څو ځله د رسمي کابينې د اعلانولو خبره کړې ده خو په واضح ډول يې دغه قول په عمل نه دی بدل کړی او کله نا کله د دوی د حکومت د رئيس الوزرا د بدلون خبرې هم کيږي.

دا چې کله او څه ډول دوی غواړې خپلې چارې او حکومتولي مخته بوزي لا هم نه ده مالومه.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button