نړیوال خبرونه

د حکومت مزاکراتي ټيم قطرته سفر نور هم وځنډېده

د حکومت د سولې د مذاکراتي پلاوي قطر ته سفر نن شنبې نور هم وځنډېده،د ولسمشرۍ ماڼړۍ سرچینو ویلي چې د حکومتي مذاکراتي ټیم تشریفاتي ډله وخته قطر ته رسېدلې خو اسلام اباد ته د سلا مشورو په موخه تللي طالب مشران لاهم قطر ته ندي تللي.

د طالبانو د سفر د ځنډ په اړه څه ندي ویلي خو حکومتي مسولینو ميډیا ته وویل چې تر هغو د افغان حکومت پلاوۍ ټیم دوحې ته نه شي تلای چې تر څو طالب مشران له پاکستان نه بېرته قطر ته نه وي ستانه شوي، دا څو ورځې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره او د قطر پلازمېنې دوحې ته د حکومت د مرکچي پلاوي د تګ خبرونه په رسنیو کې را تاوده شي خو د بازې لاملونو له امله نه پیلېدل،

خپلمنځي خبرې د څو میاشتو را هیسې بار بار د یوې او بلې لوري په پلمو او بهانو ځنډول کیږي، لومړی د بندیانو د خوشې کېدو موضوع وه، چې حکومت او طالبانو د یو او بل بندیان ازاد کړل، خو بیا د درنو جرمونو طالب بندیانو د خلاصون مسله وه چې حکومت نه منله خو طالبانو د سولې مذاکراتو د پیل لپاره اساسي شرط د همدې بندیانو ازادول وړاندې کړ،

دولت د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړې پر تایید د طالبانو د درانه مجرمینو دخوشې کېدو خبره ومنله یوازې ٨٠ یې ازاد کړل او د نورو د نورو بندیانو خوشې کولو لړۍ یې د ځینو ملاحظاتو له کبله وځنډوله چې طالبان هم له مذاکراتو بېرته په شا شول.او وښ ویل چې تر څو چې د طالبانو نور بندیان نه وي ازاد شوي نو مزاکرات به پیل نه کړي،

څه وخت وروسته بیا افغان دولت له ډېرو ناندریو وروسته د طالبانو پاتې بندیان ور ازاد کړل او ټاکل شوې وه چې د دولت مرکچي پلاوی به پرون قطر ته له طالبانو سره د مذاکراتو په موخه روان شي، خوپرون ورځ د حکومت د مرکچي پلاوي تګ په دوحه کې د طالبانو د پلاوي د نه بشپړېدو له کبله وځنډېد او د سفر خبره یېنور هم وځنډوله،

د حکومت سرچینو نن شنبه ميډيا ته د مرکچي پلاوي د سفر خبر رد کړ دويي وویل چې تر څو چې اسلام اباد ته د سلا مشورو په موخه تللي طالبان قطر ته نه وي ستانه شوي، قطر ته د افغان دولتي د مرکچي پلاوي تګ به تر نا معلوم وخت پورې معطل وي.او د نوي تاریخ او ورځ اعلان به وروسته د رسنیو سره شریکیږي.

د حکومت مزاکراتي ټيم قطرته سفر نور هم وځنډېده
د حکومت مزاکراتي ټيم قطرته سفر نور هم وځنډېده

ځيني سیاسي شنوشنکي وايي چې دولت او طالبان باید نور هيڅ ډول ځنډ رامخې ته نکړي او خپلمنځي مزاکرات پیل کړي.دويي زیاتوي چې څومره په دې خبرو کې ځنډ رازي همدومره به د سولې خبرې مشکلې وي او د دواړو لورو مزاکرات به نور وخت هم ډېر واخلي او عام افغان وګړي به د جنګ قرباني کیږي. په سوشل ميډيا کې هم عام وګړي د بین الافغاني خبرو لپاره اندېښمن دي او وايي چې دواړه لورې دې ژر تر ژره خبرې پیل کړي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button