ستاسې اند او نظر

د خه خوب لرلو لپاره څو اړین او اغېزناک ټکي

تاسو د خوب او راپاڅېدو وخت مو مالوم کړئ او دا هم مالوم کړئ چې څه وخت تاسو ته ډېر خوب درځي. که دا کار وکړئ ستاسو د وجود ساعت هم تنظیمېږي.

له ډېر ویده کېدو ځان وساتئ ان په رخصتۍ کې. که شپې ناوخته ویده کېږئ، د دې پر ځای چې سهار بېرته ناوخته راجګېږئ، د ورځې په اوږدو کې یو ساعت استراحت وکړئ، خو سهار پر خپل وخت راجګ شئ. که پوهېږئ چې د ورځې استراحت مو بیا د شپې خوب درخرابوي، نو ویده کېږئ مه، یوازې راحت څملئ.

تر ماښام وروسته که خوب درباندې راته، ځان ترې ساتئ، پر یو شي یا کار ځان بوخت کړئ چې خوب مو وتښتي، ځکه ویده کېدل ښه نه وي او د شپې ناوخته بېرته راویښېږئ.

 د کوټې رڼا تنظیم کړئ!

د رڼا کچه د ملاتونین په نوم هورمون کنټرولوي، د ویده کېدو او راپاڅېدو د وخت په تنظیم کې مرسته کوي. کله چې تیارې ته شئ ماغزه مو ډېر میلاتونین ترشح کوي چې خوبولی حالت دربښي.

د ورځې ځان ته لمر ورکړئ. که تر ویښېدو وروسته لمر ته کېنئ او چای وڅښئ یا سهارنۍ وخورئ، ستاسو په سم ویښېدو کې مرسته کوي. لږ کار مو په ازاده هوا کې وکړئ. تر خپلې وسې مو کورته طبیعي رڼا ورپرېږدئ.

د شپې تر ویده کېدو لږ تر لږه یو – دوه ساعته وړاندې نوري صفحې مه کاروئ. یوازې مبایل، تبلیت، کمپیوټر نه، تلویزیون او ځینې خپرونې هم ستاسو حواس ګډ وډي. د الکترونیکي کتاب یا سافټ پر ځای کاغذي کتابونه مطالعه کړئ. د خوب پر مهال مو خونه سمه تپه تیاره کړئ . ډبلې پردې کش کړئ او کوټه ښه تیاره کړئ. که د شپې د کومې اړتیا پر بنسټ له خوبه راپاڅېدئ، تېز څراغونه مه لګوئ او نرمه رڼا وکاروئ.

منظم ورزش وکړئ!

درانه ورزشونه لږ تر لږه تر خوبه درې ساعته مخکې خلاص کړئ. که بیا هم ستونزه لرئ، بیا یې هم ژر خلاص کړئ. ځانونه ریلکس یا راحته وساتئ، سپک او کششي ورزشونه وکړئ.

خوراک او څښاک ته مو پام وکړئ!

کافیین کم کړئ. ښایي حیران شئ چې د کافیین لرونکو څښاکو تر څښلو لس – دولس ساعته وروسته هم ستاسو پر خوب اغېز کولی شي. سګرټ هم خوب خرابوي. مهمه نه ده چې هماغه ساعت دې وڅکول شي یا وڅښل شي، دا دواړه شیان د ورځې په اوږدو د شپې د خوب د خرابوالي لامل کېږي. د شپې پر مهال ډېر مایعات مه څښئ، ځکه ناراموي مو.

ځان ارامه او ذهن مو تش کړئ!

موږ حتماً د ورځې څو ځلي خپل ایمېل یا انټرنټي نړۍ ګورو. دا کار سټرس راته پیدا کوي او فشار راباندې راولي. اندېښنې راته پیدا کوي او د خوب پر وخت مو فکر شلو خواوو ته تیت وي. د سټرس او اضطراب د کمولو په پار هغه تګلارې تعقیب کړئ چې له مینځه یې وړي. ریلکسېشن وکړئ او هغه داسې:

-سترګې مو پټې کړئ، ژوره ساه واخلې، دا کار پرله پسې تکرار کړئ.

د عضلاتو ارامول پیل کړئ. له ګوتو پیل، ورو ورو مو ټول عضلات راټول کړئ، بېرته خوشې کړئ، ان تر سره دا کار وکړئ.

داسې ځای وانځوروئ چې ارامه وي او سوله ییزه فضا ولري. یانې تصور کړئ چې همداسې ځای کې یاست.

د خوب لپاره ارامه مقدمه جوړه او ځینې مراسم ورته ونیسئ، لکه:

په کمه رڼا کې کتاب یا مجله ولولئ.

په تودو اوبو ولامبئ.

د قران کریم تلاوت واورئ، څوک چې وایي نه، ارامه موسیقي اورم، هغه یې خپل کار دی.

ساده کششي حرکات وکړئ.

غږیز کتابونه واورئ.

چې خوب درباندې راغی څراغ ګول کړئ.

د خوب چاپېریال مو برابر کړئ!

د خوب کوټه مو ارامه، تیاره او سړه یا یخه وساتئ. هر ډول غږونه یو څه کم کړئ. خونه مو ډېره توده یا ډېره یخه مه ساتئ. چپرکټ یا تخت مو سم اماده کړئ، که سهار راپاڅېدئ او ملا مو خوږېده یا مو اورمېږ درد کاوه، بېلابېل بالښتونه او توشکې وازمایئ. بالښت لږ ټیټ و جګ کړئ، رویجایي مو نرمه وټاکئ، توشکه مو سمه وي.

تخت مو یوازې له خاوند/ مېرمنې سره د ویده کېدو لپاره وکاروئ، مانا کله چې تخت ته ورپورته شوئ نو تلویزیون مه ګورئ، کتاب مه لولئ او نورې چارې مه کوئ، یوازې د کوروالي او ویده کېدو لپاره یې ځانګړی کړئ.

 د شپې تر ویښېدو وروسته، تښتېدلی خوب داسې راوګرځوئ!

هرومرو ځینې کسان چې له خوبه جګ شي یا نیمه شپه راویښ شي، خوب تښتي. د دې لپاره چې خوب مو یوسي، ذهن ته مو هېڅ ډول فکر مه پرېږدئ، ژوره او اوږده ساه واخلئ. ریلکسېشن مو موخه کړئ نه خوب. کله چې خوب وتښتېد، مدیتیشن پیل کړئ، عضلات مو ارامه کړئ او کرار څملئ.

ارامه او بې زحمته کار پیل کړئ: که خوب مو تر پینځه لسو دقیقو بېرته رانغی، پاڅېږئ یو کتاب راواخلئ او په کمرنګه رڼا کې یې ولولئ. تېز ګروپ مه لګوئ، مبایل او کمپیوټر مه کاروئ، ځکه که مبایل ولګوئ یا کمپیوټر ته کېنئ، وجود مو داسې فکر کوي چې ګڼې د پاڅېدو وخت راورسېد.

 که د شپې تر ناوخته خوب نه درته بیا!؟

که د شپې تر ناوخته پورې خوب نه درته، یا کله چې نیمه شپه ویښ شوئ، بېرته خوب نه وړئ او ساعت ته مو کتل، هرومرو مو ذهن کې کوم څه درګرځی چې خوب ته مو نه پرېږدي. هر شی چې ستاسو ذهن ته یې ارامتیا نه درپرېښوده، هغه واخلئ پر یوه کاغذ یې ولیکئ، په اړه یې ټوله اندېښنه او حللاره سبا ورځې ته پرېږدئ، کرار ویده شئ.

بیا مو هم خوب جوړ نه شو؟

که له دې ټولو کارو وروسته مو بیا هم دغه لاندې ستونزې درلودې، ښایي تاسو  د خوب ستونزې او اوږدې درملنې ته اړتیا لرئ:

د ورځې په اوږدو کې ستړیا او خوبولي توب.

د خوب پر وخت خُروپوف او په لوړ اواز خُرخُر کول

په سختۍ ویده کېدل یا ویده پاتې کېدل

بې کیفیته خوب

همیشني سهارني سر دردونه

د ویده کېدو یا بېرته ویښېدو پر وخت کمزوري

د خوب لیدو پر وخت ټکان خوړل یا لړزېدل

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button