نړیوال خبرونه

د خوشالی خبر! طالبان یوځل بیا اوربند ته چمتو دي

د خوشالی خبر! طالبان یوځل بیا اوربند ته چمتو دي. طالب مشرانو ومنله چې طالبان به د راتلونکي کوچني ‌اختر درې ورځې به اوربند او تر هغه وروسته به تر لوی اختره پوري مکمل اورکم وکړي.د دې نه وړاندې هم طالبانو د اوربند اعلانونه کړي وو.

د طالبانو سرچینو وویل چې دا پرېکړه به د تکرکیې په کانفرانس کې رسمآ اعلان کړي.د ترکیې کانفرانس چې د اپریل میاشتې په وروستیو کې را بلل شوی دی پر اجنډا یې له وړاندي له طالب مشرانو سره د امریکا؛ ترکیې؛ قطر او پاکستان چارواکو خبرې کړي دي.طالب سرچینې وايي چې تر دې دمه د ترکیې کانفرانس لپاره پر ۴ مهمو ټکو خبرې شوي چې وروسته به وضحه شي.

طالبان به اوربند او اورکم ته چمتوالی لری او په مقابل کې به یې افغان حکومت د طالبانو پاتې نور زندانیان ازادوي.د خپلمنځي خبروو دوام به په دوحه کې کېږي او د استنبول کانفرانس کې به افغان حکومت او طالبان یو بل ته ژمنې ورکوي او ځیني هیوادونه به د همدغو ژمنو ملاتړ او تعقیب کوي چې ښايي د ذمه واري هم واخلي.

دغه ډله وايي‌ امریکايي چارواکو په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د پاتې کېدو د مودې د غځولو غوښتنه کړې ده؛ چې ښايي دروان کال تر سپټمبر پوري‌ یې نېټه وغځول شي.سرچینې وايي چې بره یادې شوې موضوعات به د ترکیې د غونډې په اعلامیه کې شاملې وي.او هملته به ېې اعلانونه هم وشي.

img 20210403 070348

طالب سرچینو وویل چې که څه هم د افغان لوري سره په دوحه کې مذاکراتي سلسله پرېشوې ده خو تر ډېره بریده امریکايي پوځي  چارواکي؛ د امریکا د مذاکراتو ډله؛ ملګري ‌ملتونه؛ ترکیه او ځیني نور هیوادونه له پاکستان او طالبانو سره دافغانستان پر سوله په خبرو بوخت دی.او غواړي دا موضوع یو طرف ته شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button