د راشد خان وړوکوالی عکس په رسنیو کې وایرل شو

د راشد خان وړوکوالی عکس په رسنیو کې وایرل شوی.د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان د کوچنيوالي يو ډېر نادره عکس په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کېږي.او خلک ېې د څو ورځو راهیسې مزید شریکوي.

ښاغلی راشد خان چې د اى سي سي له خوا د نړيوالو شل اوريزو لوبو د لسيزې غوره لوبغاړى څه وخت وړاندې اعلان شوى دى، د افغانستان يو هغه کرکټر دى چې په ټوله نړۍ کې ډېر مينه وال لري.د نوموړي د کوچنيوالي دا عکس د هغه کشر ورور عادل جليل لومړى په ټولنيزو رسنيو کې خپور کړى و، چې له هغه وروسته ډېرو خلکو خپور کړى دى.او اوسمهال نور هم زیات نشر کیږي او خلک ورباندې مختلف کمنټونه کوي.

راشد خان کوچنيتوب

یاد عکس کې راشد خان ډېر کوچنى دى، چې ورسره يې ورور عامر خان او همدا راز يو بل خپل يې د بخت الله خان په نوم هم ورسره ليدل کېږي.د دې عکس په هکله پوره معلومات نشته، چې دا په کوم کال کې اخيستل شوى دى، خو داسې ښکاري چې راشد خان به شاوخوا د پنځه کلونو په عمر کې وي.

د يادولو وړ ده چې راشد خان اوسمهال په هند کې د اى پي ايل ليګ کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېږي. نوموړى د حېدراباد يو له مهمو لوبغاړو څخه دى.نوموړی په ای پي ایل کې ډېر مشهور دی او هندی تماشیان ېې ډېر خوښوي.

باید یاده کړو چې ښاغلی راشد خان ډېر با استعداده او تکړه ځوان دی.نوموړی هر وخت هڅه کړې چې د افغانستان د کرکټ لپاره ښه لوبه وکړي او ښه پر فامنس شو کړي.ښاغلی خان د ښه کرکټر ترڅنګ يو ښه انسان هم دی نوموړی هر چا سره ښه اخلاق کوي او هڅه کوي چې څوک ورنه خفه نشي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.