نړیوال خبرونه

د روان کال په اوګدو کې څومره تزکرې ویشل شوي دي ؟

د روان کال په اوګدو کې څومره تزکرې ویشل شوي دي.ویل کیږي د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کې ۱،۵ میلیون الکترونیکي تذکرې وېشل شوي او اکثره خلک لا هم لګیا دي دا تزکرې اخلي او فورمونه هم ورته ډکوي.

جمهوررئیس محمداشرف غني پرون مازدیګر د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې رهبري پلاوي سره ناسته کې د دغې ادارې د اجرااتو او کړنو راپور واورېد.دوی جمهور ریس ته پر مختلفو برخو کې معلومات وړاندې کړل. په دغه ناسته کې چې په ارګې کې وشوه د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې لوی رئیس احمدجاوید رسولي د یادې ادارې د کړنو، اجرااتو او ننګونو د راپور وړاندې کولو پر مهال وویل

یواځې د روان کال په وري او غویي میاشتو کې ۱،۵ میلیون برېښنایي تذکرې وېشل شوي او په مجموعي ډول د ۴،۵ میلیونو نورو پراوونه بشپړ شوي دي.جمهوررئیس غني د یاد راپور له اورېدو وروسته وویل، د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې ستونزو د حل په اړه پرمختګونه شوي، خو لا زیاتو اقداماتو ته اړتیا ده.

جمهوررئیس څرګنده کړه، باید په افغانستان کې معلومات دیجیټلي شي، همداراز دې د معلوماتو او سروې څېړنه د بین المللي منل شویو معیارونو مطابق ترسره او ایجاد شوي سیستمونه دې په معیاري ډول پیاوړي شي

fb img 1622353507221

د یادولو وړ ده چې ولسمشر غني هر وخت پر خپلو جلسو کې د حکومت سستمونو د ډیجیټل کېدو باندې ټینګار کړی دی.او هر وخت ېې لارښوونه کړې چې باید هره اداره خپل سستمونه ژر تر ژره ډیجیټلي کړي تر څو د فساد مخنیوی پکې وشي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button