ستاسې اند او نظر

د روغتیا چارواکو ته مشوره

لکه څنګه چې موږ او تاسو ته معلومه ده چې د کرړنا ناروغي ټوله دنیا نيولې ده او دا وبا په دنيا کې عام وګړي اندېښمن کړي دي د نورو هېوادونو په څېر افغانستان کې هم مخ په تېزېدو دۍ او د هرات ولایت په شمول نورو ولایتونو ته هم رسېدلۍ دۍ.

په راتلونکو اونیو کې ممکن په افغانستان کې د کرونا ناروغي له شته ۳۶ پېښو څخه نورې هم ډېرې زیاتې شي ځکه چې تر اوسه یې ځينې خلک هسې ټوکې ګڼي او د مخنیوي او وقایې لپاره یې هیڅ تدابیر نه دي نیولي او حتی په هغه چا چې دغو تدابیرو ته پام کوي دغه ناخبره خلک ورباندې ملنډې وهي.

 دا ټول کارونه له ناخبرۍ څخه کېږي خو دولت ته پکار دي چې د نویو روغتونونو په جوړولو سره د خلکو په سترګو کې خاورې وا نه چوي.‌ د نویو روغتونونو جوړول په اضطراري حالاتو کې معقوله لاره نه ده. دغه بودیجه باید د تعمیرونو د جوړولو پر ځای په طبي تجهیزاتو او هم د اختلاطي ناروغانو سره د مرستې لپاره په درملو او طبي الاتو باندې ولګوي. دا ځکه چې زموږ اقتصاد او امکانات د چين په شان نه دي چې په یوه اونۍ کې یو لوی روغتون جوړ کړای شو.‌ دلته د روغتونونو د جوړولو مسابقه باید پرېښودل شي، چې موږ یې په څو ورځو کې جوړولای شو؟ دلته د خپلو انجینیرانو د امتحانولو وخت نه دی بلکې باید د ناروغۍ د مخنیوي او هم د درملنې لپاره په شته امکاناتو باندې غور وشي او د روغتیا وزارت باید شته امکانات د خپل کاري پلان برخه وګرځوي.

په دې وخت کې باید د تاسیساتو په جوړولو باندې خپل وخت او بودیجه ضایع نه کړي بلکې د درملنې برخې ته باید جدي توجه وکړي. له ځان څخه باید دا وپوښتي چې شته روغتونونه د تنفسي اختلاطي ناروغانو د درملنې لپاره امکانات لري؟ حتی د مصنوعي اکسجن د ورکړې کافي ماشینونه په واک کې لري؟ ښکاره ده چې د دغو دوو پوښتنو ځواب هم (نه) دی نو بیا ولې ځان یا عام خلک په دغو نویو روغتونونو جوړولو باندې وغولول شي.

دا چې د کرونا ناروغۍ د مخنیوي او وقایې لپاره باید لویې غونډې جوړې نه شي او د همدې لپاره باید لوی د کنفرانسونو تالارونه او هم د ودونو تالارونه وتړل شي ترڅو د ناروغۍ مخنیوی په ښه توګه شوی وي.

 دا چې دغه لوی تالارونه تړل کېږي نو ښه به دا وي چې حکومت له دغو تالارونو څخه سمه او پر وخت ګټه واخلي. حکومت کولی شي له همدې تالارونو څخه د موقتي روغتونونو په حیث ګټه واخلي او د همدې موقتي ګټې اخیستنې لپاره سر له اوسه په خپله بودیجه او هم په نورو قانوني مراحلو باندې یې کار پیل کړي. که خدای مکړه په کابل یا بل کوم لوی ښار کې دغه ناروغي تیت شي نو بیا به هغه بودیجه چې د نویو روغتونونو پر جوړولو باندې مصرف شوې وي او یا مصرفېږي د کرونا د وبا مخه به څنګه ونیسي؟ په هرات کې به دغه نوی سل بستریز روغتون د ناروغانو څه علاج وکړای شي؟ ایټالیا له خپلو ټولو امکاناتو سره په سرو سترګو ژاړي او نړیوالو ته یې د مرستې لاس ور اوږد کړی نو څه فکر کوئ چې بیا به د افغانستان څه حال وي چې دغه وبا ګډه شي؟

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button