د روژې رارسېدو سره سم د خوراکي توکو بیې ۳ سلنې لوړې شوي دي

اړوند خبرونه:
کوم خواړه نارينه جنسي قوت زياتوي؟
جنسي اړیکو ته د کمې لېوالتیا لاملونه
د مغزي سکتې په مخنیوي کې مرسته کوونکي خواړه
د طالبانو تر واک لاندې د احصایې او معلوماتو ادارې ویلي چې د تېره میاشت کې په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې ۳ سلنې لوړې شوي دي.
دې ادارې د سهشنبه په ورځ (سه شنبه، د کب ۷مه) یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د روان کال په سلواغې کې د مصرف کونکو د نرخ شاخص میاشتنی نوملړ کچه د خوراکي او غیر خوراکي توکو د بیو د زیاتوالي له امله ۲.۴ سلنه زیاتوالی ښودلی دی.
د خبرپاڼې له مخې، دا زیاتوالی د مختلفو غلو په بیه کې ۵.۹ سلنه، د غوښې په بیه کې ۵.۴ سلنه او د بورې او خواږو په بیه کې ۵.۲ سلنه دی.
د احصایوي معلوماتو دفتر د معلوماتو له مخې، د روان کال په سلواغې میاشتې کې د غیر خوراکي توکو بیې ۲.۰ سلنه لوړې شوې، چې د جامو په شاخص کې ۵.۰ سلنه زیاتوالی او د کورنیو توکو په شاخص کې ۳.۴ سلنه زیاتوالی ښیي.
دې ادارې د روان کال په سلواغې کې د امریکایي ډالر په وړاندې د افغانیو په بیه کې د ۴.۴ سلنه کمښت راپور هم ورکړ، او زیاته یې کړه چې د روان کال په فبروري کې یو امریکایي ډالر په ۷۴.۷ افغانیو او په لیندۍ کې په ۷۱.۶ افغانیو تبادله شو.
د خبرپاڼې له مخې، د تېر کال د همدې مودې په پرتله، د امریکایي ډالر په وړاندې د افغانیو ارزښت ۱.۱ سلنه کم شوی دی.
مخکې له دې، د ملي احصایې او معلوماتو دفتر اعلان کړی و چې د ۱۴۰۳ کال په لیندۍ کې د خوراکي توکو بیې د تېرې میاشتې په پرتله ۱.۳ سلنه لوړې شوې دي.