نړیوال خبرونه

د زدهکونکو د زدکړو پرځای خیاطی کولو ته ډېر وخت ورکوي

وروسته له هغه چې د نجونو منځني ښوونځي او لېسې د زده کوونکو پر مخ وتړل شوې، يو شمېر ښځينه زده کوونکو د ګنډلو او اوبدلو کار ته مخه کړې ده. دغه زده کوونکي وايي، له ښوونځي څخه د لرې پاتې کېدو او د خپګان د له منځه وړلو له امله يې دغو کارونو ته مخه کړې ده.

افغانې نجونې

یو شمېر دغه زده کوونکي له اسلامي امارت څخه غواړي، چې ژر تر ژره یې ښوونځي پرانیزي. میترا د یوولسم ټولګې زده کوونکې ده. دا اوس د ښوونځي پر ځای د خیاطۍ کورس ته ځي او په دې توګه خپله ورځ تېروي. زده کوونکې سمیرا وايي:«کابو یو کال کېږي چې ښوونځي تړلي دي ډېرې هیلې مو لرلې، غوښتل مې چې له ښوونځي وروسته ډاکټره شم او له خپلو هیلو ناامیده شوې یم او اوس خیاطۍ ته مې مخه کړې چې یو څه زده کړم او د خیاطۍ استاده شم.

افغان زده کونکي 

زده کوونکې مرسل هم چې ښوونځی یې پر مخ تړل شوی دی، یو شمېر نجونو زده کوونکو ته د اوبدلو هنر ورزده کوي. هغې وویل:«د دې لپاره چې زما په ټولګي والو دا بده روحیه تېره شوې، نو ومې غوښتل چې هغوی ته د اوبدلو ټولګی جوړ کړم چې هغوی هم بوختې شي او په کور کې ستومانه نه شي

نور یی ولوله | افغانستان مې د غالیو تجارت زیات شوی

نور یی ولوله | ۵۵ سکهان او هندوان له افغانستانه هند ته ولاړل

د لیسو زدهکونکې: 

بل خوا یو شمېر زده کوونکې د نجونو د متوسطو او لېسو د پرانیستل کېدو غوښتنه کوي. زده کوونکې سجیه وايي:«له طالبانو زموږ غوښتنه دا ده چې ښوونځي بېرته پرانیزي چې درس ووایوو او ټولنه له ښځې پرته هېڅ پرمختګ نه لري.

که څه هم د نجونو د ښوونځيو نه پرانیستل کېدل په کور دننه او بهر له غبرګونونو سره مخ شوي دي، خو تر اوسه د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې د ښوونځيو د پرانیستلو په تړاو پرېکړه نه ده شوې. تر دې وړاندې د اسلامي امارت ځینو چارواکو ویلي دي، چې د ښوونځیو د تړل کېدو مخالف دي، خو څرګنده نه ده، چې دغه ښوونځي به کله پرانیستل شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button