ژوند

د سهار په ناشته څومره اړینه ده؟

روغتیاپالان وایي چې د سهار ناشته دومره اړینه ده، پرته له کولو یې له کور وتل نه دي پکار، خو په دې شرط چې د ناشتې خواړه د روغتیایي اصولو مطابق وي، یعنې ویټامین او غذایي توکي ولري او د بدن لپاره انرژي برابره کړي.

که چېرته تاسې ناشته نه کوئ یا د ناشتې خوړو ته پام نه کوئ او خپله ورځ مو په داسې خوراکونو سره پیلوئ چې هغه غذایي توکي نه لري، نو روغتیا مو زیانمنوي. که چېرته غواړئ چې په بدني او دماغي توګه ښه واوسئ نو ښه خوراک وکړئ.

هیڅکله هڅه مه کوئ چې پرېږدئ که داسې کوئ نو ټوله ورځ به د لوږې احساس کوئ، ناشته میتابولیزم متحرک ساتي او د لوږې هورمون کنترولوي او ترڅنګ مو له ډېر خورۍ څخه ساتي.

نور یی ولوله | د افغانستان لپاره ملګرو ملتونو د پنځه میلیارده ډالرو کمک غوښتنه کړې

که چېرته ناشته ونه کړو د بدن ساعت به مو اغېزمن شي او د چاغوالی سبب به یې وګرځي. روغتیایي کارپوهان لارښوونه کوي چې په یو ټاکلي وخت ناشته وکړئ او دا کار مو له چاغوالي څخه ژغوري.

دغه راز یو بل لوی خطر یې دادی چې د وینې په شکر او فشار مو اخته کوي او اړینه ده چې هغه توکي استعمال کړو چې پروټین او فایبر ولري. خو اوس پوښتنه داده چې په سهار کې باید څومره کالوري ترلاسه کړو؟ ددې پوښتنې په ځواب کې روغتیایي کارپوهان لارښوونه کوي چې په ناشته کې دې ۳۵۰ کالوري استعمال شي.

او اړینه ده چې هغه توکي استعمال کړو چې پروټین او فایبر ولري. خو اوس پوښتنه داده چې په سهار کې باید څومره کالوري ترلاسه کړو؟ ددې پوښتنې په ځواب کې روغتیایي کارپوهان لارښوونه کوي چې په ناشته کې دې ۳۵۰ کالوري استعمال شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button