د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد ۷۷.۹ سلنه زیات شوی؛ د افغانستان د رېل پټلۍ له لارې تر ۷.۶ میلیون ټنه ډېر توکي انتقال شوي

د ټولګټو وزارت وايي، په تېر ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د افغانستان د رېل پټلۍ او مهمو بندرونو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد د پام وړ زیات شوی او د تېر کال په پرتله نږدې ۷۷.۹ سلنه وده یې کړې ده.
د وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس په اېکس پاڼه کې لیکلي چې د حیرتان، آقینې، تورغونډۍ بندرونو او د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۷ میلیونه او ۶۰۲ زره ۴۱۹ مټریک ټنه توکي انتقال شوي دي.
حیرتان بندر د انتقالاتو په سر کې
د خپرو شویو شمېرو له مخې، د انتقال شویو توکو تر ټولو لویه برخه د حیرتان بندر له لارې ترسره شوې ده.
- د حیرتان بندر له لارې: ۵ میلیونه او ۱۶۹ زره ۹۸۵ ټنه
- د آقینې بندر له لارې: ۶۳۵ زره او ۴۲۷ ټنه
- د تورغونډۍ بندر له لارې: ۹۱۴ زره او ۷۹۶ ټنه
- د خواف – هرات رېل پټلۍ له لارې: ۸۸۲ زره او ۲۱۱ ټنه توکي لېږدول شوي دي.
دا شمېرې ښيي چې د افغانستان د رېل پټلۍ او بندري دهلېزونو ونډه د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد په برخه کې په پرلهپسې ډول مخ پر زیاتېدو ده.
صادرات او ترانزیټ هم زیات شوي
د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې، د یادو انتقالاتو یوه برخه صادرات او ترانزیټي توکي جوړوي.
په تېر ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې ۳۶ زره او ۱۱۹ مټریک ټنه سوداګریز توکي صادر یا ترانزیټ شوي دي.
د دغو توکو مهمې برخې عبارت دي له:
- وچه مېوه
- وريجې
- کچالو
- معدني ډبرې
- د هندواڼې تخم
- نخود
- مس
- د انارو جوس
د انتقالاتو کچه نږدې ۷۸ سلنه لوړه شوې
د وزارت د شمېرو له مخې، په ۱۴۴۶ هجري قمري کال کې د همدې څلورو لارو له لارې ۴ میلیونه او ۲۷۲ زره ۷۱ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي وو.
خو په ۱۴۴۷ کال کې دغه شمېر ۷ میلیونه او ۶۰۲ زره ۴۱۹ ټنو ته رسېدلی، چې د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد کې ۷۷.۹ سلنه زیاتوالی څرګندوي.
د زیربناوو پراختیا ته د حکومت ټینګار
د ټولګټو وزارت وايي چې هڅه کوي د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا، د رېل پټلۍ د خدماتو د ښه والي او د سوداګرو لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو د برابرولو له لارې د توکو د انتقال ظرفیت نور هم لوړ کړي.
کارپوهان باور لري چې د رېل پټلۍ له لارې د انتقالاتو زیاتوالی کولی شي د سوداګرۍ لګښتونه راکم، د صادراتو فرصتونه پراخ او د افغانستان سیمهییز اقتصادي اتصال نور هم پیاوړی کړي.



