تجارت خبرونه

د سوداګرۍ وزارت لخوا کابل کې په ټیټه بیه د تېلو وېشلو لړۍ پیل شوه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په کابل کې په ټیټه بیه د تیلو د ویش لړۍ پل کړه. د صنعت

او سوداګرۍ وزارت او د تیلو د یوه واردوونکي شرکت تر منځ د هوکړې له مخې، دغه شرکت ۲۴۰ ټُنه تیل د بازار له بیې ۱۰ افغانۍ ټيټ په کابل ښار کې د تیلو پر دولسو ټانکونو ویشي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي: «له ټولو هېوادونو څخه موږ له هغو کسانو سره چې د زوم له لارې د تیلو په برخه کې کار کوي، یو کنفرانس جوړ کړ، د یما پټرولیم شرکت موافقه وکړه چې د خپلو هیوادوالو سره مرسته وکړي او د هر لېټر تېلو بیه لس افغانۍ راټیټه کړي. خو یو شمیر موټر چلونکي وايي، تر اوسه له دغو تیلو څخه نه‌دي برخمن شوي. په پلازمینه کې یو شمېر موټر چلوونکي وايي، لا هم یو لېټر ډېزل پر ۱۲۷ افغانۍ اخلي او په وینا یې لاتر اوسه د تیلو په بیو کې څه کمښت نه دی راغلی

نور یی ولوله | ډېر ژر به عربی امارات او ترکي ایرلاین کابل ته الوتنې پیل کړې

نور یی ولوله | اا : موتږغواړو نړیوالو سره رسمي اړیکې جوړې ک

يوه موټر چلوونکي وايي: داسې اوازې وې چې يو خصوصي شرکت د نورو شرکتونو پرتله په لس افغانۍ کم تېل پلوري، خو موږ هېڅ دا ډول شرکت نه‌دى لېدلى او نه ورسره مخامخ شوي یوو. بل موټر چلوونکی فریدالله وايي: زه سوداګرو ته وایم، امارت ته وایم چې لږ د تېلو بیه کابو او ارزانه کړي. له دې سره سم، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، تر هغې چې له نورو  هېوادونو د تیلو د واردولو بهیر پیل نه‌شي د تېلو په بیو کې به څه بدلون رانه‌ شي

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اداري پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي: «اتيا سلنه يې بند شوي، خو يو کم شمېر يې داسې راځي چې تر معيار لوړ دي. دا ۹۲ دي یا ډیزل ترې لږ لوړ دي، دوی په ځینو ځایونو کې راځي، مګر دا مهال په ډېری بندرونو کې د تېلو او ګازو ټانکرونه بند دي.

له دې سره سم، یو شمېر کابل میشتي له سرپرست حکومته غواړي چې له نورو هېوادونو د تیلو راواردولو ته زمینه برابره کړي.د کابل اوسېدونکی سید افضل وايي: «له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره تیل ارزانه کړي او له نړۍ 

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button