تجارت خبرونه

د سي پیک پروزه تر افغانستان پورې غځول کیږي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بهوټو له خپل چینايي سیال سره لیدنه کې ویلي هېواد یې غواړي چې د چین او پاکستان ګډ اقتصادي دهليز یا سي پېک پروژه افغانستان ته هم وغځېږي.

تاشکند کې د شانګهای سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې په څنډه کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي هم د طالبانو حکومت کې د بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي سره افغانستان ته د دې پروژې د غځولو خبره کړې ده.

دا لومړی ځل دی چې پاکستان کې د نوي حکومت له راتګ وروسته چین او پاکستان په دې کچه لوړ پوړي چارواکي افغانستان ته د سي پېک پروژې د غځولو په اړه خبرې کوي.

د چینايي رسنیو د رپوټ له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بهوټو زداري له خپل چینايي سیال وانګ یې سره خبرو کې ویلي هېواد به یې د پاکستان او چین ګډ اقتصادي دهليز یا سیپیک چارې چټکې کړي. ښاغلي زرداري تاشکند کې له خپل چینايي سیال سره دې لیدنه کې دغه راز ویلي، پاکستان غواړي په بشپړه لیوالتیا سره افغانستان ته د سي پېک پروژې د غځولو چاره وڅېړي.

نور یی ولوله | د ځمکې چټکې تاوېدنې د کوچنۍ ورځې نوی ریکارډ جوړ کړ

نور یی ولوله | ګاک د عربي اماراتو شرکت دی او اسرایلو پورې تړاو نه لري

د ثبات او سولې د ټینګښت لپاره د طالبانو حکومت ته لازمه ده چې ګډون وکړي

دواړو چارواکو دغه راز ټېنګار کړی چې اړتیا ده، د ثبات او سولې ټېنګېدو لپاره د طالبانو حکومت ټول ګډونی وي. دوی د افغانستان په تړاو د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډو د میکانیزم پر لا فعالولو ټېنګار کړی دی. سي پېک د سړک او پټلۍ هغه لویه پروژ ده چې د چین له لوېدیځه پيلېږي، د پاکستان شمال په سویل کې د هند سمندر پر غاړه نوي جوړ شوي بندر ګوادر سره نښلوي. له دې لارې چین هم هند سمندر ته لنډه لاره موندلی شي.

د شانګهای سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې د چین د بهرنیو چارو وزير د طالبانو اداره کې د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیر خان متقي سره هم کتلي. چینايۍ ورځپاڼې ګلوبل ټایمز د دې کتنې په اړه لیکلي، چین د دې ملاتړی دی چې د سي پېک پروژه افغانستان ته هم وغځېږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button