سیمه

د سیمه‌ییز ثبات لپاره د افغانستان سره د همکارۍ غوښتنه

اړوند خبرونه:

د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج

شهاب الدین دلاور: چنايي شرکت ته هله کانونه ورکوو چې افغانستان کې پروسس وکړي

د ازبیکستان د ستراتیژیکو او بین‌المنطقه‌یي مطالعاتو انسټیټیوټ مرستیال، بختیار مصطفی‌یف، د شانګهای د همکاریو سازمان د اندیشکده‌وو د شلمې ناستې پر مهال ټینګار وکړ چې له افغانستان سره سیمه‌ییزه همکاري نه یوازې د دغه هېواد ثبات تضمینوي، بلکې د ټولې سیمې امنیت ته بنسټیز اهمیت لري.

مصطفی‌یف وویل: “له افغانستان سره همکاري د شانګهای د سازمان غړو هېوادونو لپاره یو حیاتي فاکتور دی، ځکه د افغانستان بې‌ثباتي تل په سیمه‌ییزو امنیتي معادلو اغېز کړی.”

د افغانستان د شاملېدو غوښتنه

دغه څرګندونې د شانګهای د همکاریو سازمان د مشورتي بُعد په یوه مهمه ناسته کې مطرح شوې چې سږ کال د مې میاشتې په ۲۴مه نېټه د هند په پلازمېنه نوې ډیلي کې ترسره شوه.

ازبیکستان ټینګار کړی چې باید د “افغانستان لپاره د تماس ډلې” بېرته فعاله شي؛ دا ډله د شانګهای د سازمان په چوکاټ کې د افغانستان د وضعیت ارزونې لپاره جوړه شوې وه، خو له ۲۰۲۱ وروسته غیر فعاله شوه.

د افغانستان اقتصادي فرصتونه

په ورته وخت کې د افغانستان د اقتصاد وزارت مسلکي معین، عبداللطیف نظری، ویلي چې د شانګهای په سازمان کې د افغانستان غړیتوب کولای شي په اقتصادي، تجارتي او سیاسي برخو کې د پام وړ فرصتونه برابر کړي. نوموړي ټلویزیون طلوع‌نیوز ته ویلي:

“شانګهای یو پیاوړی سیمه‌ییز او فرامنطقه‌یی سازمان دی. افغانستان ته د دغه سازمان غړیتوب د سیاسي اعتبار ترڅنګ اقتصادي ګټې هم لري، له منځنۍ آسیا سره د ټرانزیټ، سوداګرۍ او پانګونې دروازې پرانېزي.”

دا هم ولولئ:  له چین د مولوي کبیر غوښتنه: د شنګهای راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه راکړئ

د نظری په وینا، افغانستان اوس هم له دغو هېوادونو سره د کال شاوخوا ۲.۳ میلیارده ډالرو په ارزښت سوداګري کوي، چې د شانګهای سازمان له لارې دا کچه تر ۴ میلیارده ډالرو لوړېدلی شي.

سیمه‌ییز حساسیتونه

سلیم پیگیر، د سیاسي چارو کارپوه، وایي: “د افغانستان ثبات د منځنۍ آسیا امنیتي تضمین دی. لکه څنګه چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې د افغانستان جګړو منځنۍ آسیا اغېزمنه کړه، نن هم بې‌ثباتي کولای شي همدا اغېز تکرار کړي.”

د روسیې استازی ضمیر کابلوف هم له دې وړاندې څرګنده کړې وه چې که د افغانستان سرپرست حکومت د نړیوالې ټولنې له‌خوا په رسمیت وپېژندل شي، مسکو به د دې هېواد د شانګهای سازمان ته د غړیتوب ملاتړ وکړي.

د ازبیکستان وروستي څرګندونې د افغانستان لپاره یو دیپلوماتیک فرصت ګڼل کېږي. دا به د طالبانو د حکومت لپاره، که‌یې نړیوال باور ترلاسه کړ، د سیمه‌ییزې همکارۍ نوې دروازې پرانیزي. په ورته وخت کې، دا تعامل کولای شي د افغانستان اقتصادي انزوا ته د پای ټکی کېږدي او د پراخې سیمې امنیت ته نوی ابعاد ورکړي.

په اوسنیو شرایطو کې، که شانګهای سازمان له افغانستان سره تعامل ته دوام ورکړي، دا به نه یوازې د افغانستان لپاره یو فرصت وي، بلکې د منځنۍ آسیا لپاره هم د ثبات یو نوی بنیاد جوړولی شي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button