لوبې

د شل اوریز نړیوال جام د تمریناتی میچونو په اړه جالبه خبرونه

  افغانستان   افغانستان

جنوبي افريقا له افغانستان نه په ۴۱ منډو تمريناتي لوبه وګټله د کرېکټ شل اوريز نړيوال جام لپاره تمريناتي لوبه کې جنوبي افريقا افغان لوبډلې ته په ۴۱ منډو ماته ورکړه.جنوبي افريقا د پچې له ګټلو وروسته لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې يې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۵ منډې وکړې.

د جنوبي افريقا لپاره اډين مکرم ۴۸، ډېمبا بوما ۳۲ او رسي ون ډر ډوسن ۲۱ منډې ترسره کړې. په توپ اچوونه کې د افغانستان لپاره مجيب ځدراڼ درې، محمد نبي او نوين الحق يو يو لوبغاړی وسوځاوه.د جنوبي افريقا له خوا د ټاکلي هدف په ځواب کې افغان لوبډلې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره يوازې ۱۰۴ منډې جوړې کړې او سيالي يې وبايلله د افغانستان د پيل دواړه لوبغاړي شهزاد محمدي او

حضرت الله ځاځی د کومې منډې جوړولو پرته په لومړي او دويم اور کې وسوځېده.

دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی

له دی وروسته رحمان الله ګوربز چټکې ۱۹ منډې جوړې کړې چې بيا د کېشو ماهراج په توپ وسوځېد.افغان لوبډلمشر محمد نبي ناسوځېدلې ۳۴ منډې وکړې، د ده تر څنګ ګلبدين نايب د ۱۷ او کريم جنت د ۱۶ منډو په جوړولو وتوانېدل .[ پاکستان له وېسټ انډيز سيالي وګټله] نن د نړيوال جام په موخه شپږ تمريناتي لوبې ترسره کېږي. په بله لوبه کې چې د پاکستان او وېسټ انډيز تر منځ وشوه، پاکستانۍ لوبډلې په اوو وېکټو وګټله

په دې لوبه کې وېسټ انډيز د پچې له ګټلو وروسته د منډو جوړولو پرېکړه وکړه                                          .

او په ټاکلو شلو اورونو کې يې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره پاکستان ته د ۱۳۱ منډو هدف وټاکه چې پاکستان په ۱۶ اوور کې د يوازې دريو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ د وېسټ انډيز لپاره شېمرن هېټماير ۲۸، کايرن پولارډ ۲۳ او کرېس ګېل ۲۰ منډې وکړې. پاکستاني توپ اچوونکو کې شاهين شاه اپريدي، حسن علي، حارث روف دوې دوې او عماد وصيم يوه وېکټه ترلاسه کړه د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم پنځوسيزه وکړه، د ده تر څنګ فخر زمان ۴۶ چټکې منډې وکړې

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button