تجارت خبرونه

د شهزاده سرای پرانستل شو

د شهزاده سرای پرانستل شو.د افغانستان بانک نن په کابل ښار کې د شهزاده سرای د پرانیستل کېدو خبر ورکوي.دا په داسې حال کې چې د څوورځوراهیسې دغه سرای بند وون.

له دغه بانک څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دغه پرېکړه د افغانستان بانک او د صرافانو رهبرۍ ترمنځ په ګډه ناسته کې شوې ده.د افغانستان بانک ژمنه کړې چې په مالي او بانکي برخو کې به هېوادوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

fb img 1630731888760

د دې تر څنګ د افغانستان بانک هېوادوالو ته ډاډ ورکړی چې امانتونه یې له دوی سره خوندي دي او په دې برخه کې هېڅ ستونزه نشته.پر همدغه مناسبت د افغانستان بانک ویلي، چې په مرکز او ولایتونو کې د سوداګریزو بانکونو فعالیتونه پیل شوي

او د جوړې شوې کړنلارې پر اساس به بانکي فعالیتونه دوام وکړي.افغانستان بانک وایي، دغه کړنلاره به تلپاتې نه وي، بلکې ډېر ژر به د بانکونو فعالیتونه بیرته پیل شي.

په ورته وخت کې له ویسټریونین ‏وروسته د پیسو لیږدولو بل مشهور شرکت مني ګرام هم اعلان کړی، چې افغانستان ته یې له ټولې نړۍ څخه د پیسو لیږد له کوم اضافي لګښت پرته پیل کړی دی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button