لوبې

د شپږیزې کرکټ لیګ غوره لوبغاړي

د شپږیزه کرکټ لیګ پای لوبه

د شپږیزه کرکټ لیګ پایلوبه نن د بُست ساتونکو او سپین غر پړانګانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې سپین غر پړانګانو پکې د ۶ منډو په توپیر بریا خپله کړه او د دریم ځل لپاره یې د شپږیزې اتلولي په خپل نوم کړه.

په پایلوبه کې عثمان غني د خپلې لوبډلې لپاره ښه وځلېده او د پایلوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې ترلاسه کړه، همدا راز نجیب الله ځدراڼ د سټایلش لوبغاړي جایزه واخیسته او عبدالرحمان رحماني بیا د زیاتو شپږیزو وهلو جایزه ترلاسه کړه. همدا راز د شپږیزې ټورنمنټ کې حشمت الله شهیدي د زیاتو ۴۹ څلوریزو وهلو جایزه واخیسته او نجیب الله ځدراڼ د زیاتو ۲۶ شپږیزو وهلو جایزه په خپل نوم کړه

نور یی ولوله | طالبان:کابل کې د ظواهري د حضور په اړه هیڅ معلومات نه لري

نور یی ولوله | اسیا جام: لومړۍ لوبه کې افغانستان او سریلانکا مخامخ کیږي

عصمت عالم د غوره توپ اچوونکي جایزه وګټله

ځوان لوبغاړي عصمت عالم بیا د غوره کېچ نیولو جایزه واخیسته او حسن عیسی خیل بیا د شپږیې د ایمرجینګ لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه، همدا راز ضیا الرحمان اکبر د شپږیزې د غوره بالر جایزه ترلاسه کړه. حشمت الله نجیبي د غوره توپوهونکي جایزه ترلاسه کړه او نجیب الله ځدراڼ د ۲۰۲۲ کال د شپږیزې کرکټ لیګ Most Valuable Player یا لوبغاړی ونومول شو..

د یادولو وړ ده چې سپین غر پړانګانو په ۲۰۱۳ کال او ۲۰۱۵ کال کې د شپږیزې کرکټ لیګ اتلولي خپله کړې وه او اوس یې په ۲۰۲۲ کال کې هم د شپږیزې اتلولي په خپل نوم کړه.دې لوبډلې په ډېرو زحماتو دا لوبه او اتلولي په خپل نوم کړه.عام وګړي هم د دې ادعا کوي چې دوي ډېر زحمات ویستلي دي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button