نړیوال خبرونه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت رهبري سره د ولسمشر غنی ناسته وشوه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت رهبري سره د ولسمشر غنی ناسته وشوه جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون مازدیګر د صنعت او سوداګرۍ وزارت رهبري پلاوي او د سکتوري ادارو مسوولینو سره په ناسته کې، د دوی د کړنو او فعالیتونو راپور واورېد.

په پیل کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر او د سکتوري ادارو مسوولینو د خپلو چارو او فعالیتونو راپور له جمهوررئیس سره شریک کړ. جمهوررئیس غني د یاد راپور له اورېدو وروسته وویل، موږ د اسیا په کلیدي نقطه کې چې نفوس یې ۳،۵ میلیارد تنه دی ژوند کوو او د بازار موضوع زموږ لپاره مهمه ده.جمهوررئیس زیاته کړه، له صنایعو او صادراتو ملاتړ او محصولاتو په ځانګړي ډول کرنیزو توکو ته بازار موندنه ډېره مهم ده.

img 20210602 080712

هغه څرګنده کړه، صنعت او سوداګرۍ وزارت دې د صنعتي او سوداګریز لید او د صادراتو د بنسټزو موخو پر بنسټ له صنایعو د ملاتړ ترڅنګ، د افغانستان تولیدات د نړۍ بېلابېلو برخو لکه چین، ایران، مرکزي اسیا او ټولو هیوادونو ته ورسوي.

دیادولو وړ ده چې افانستان یو وارداتي ملک دی او اکثره اجناس د بیرون نه راواریدیږي نو که مونږ غواړو جې هېواد مو وده وکړی باید د وارداتو نه زیات وطنی اجناس ډېر استعمال کړو او اینده کې هیواد لپاره ښه عواید تر لاسه کړو ترڅو په ځان بسیا هیواد ولرو.

دا هم باید یاده کړو چې افغانستان ډېری سوداګري د ایران او پاکستان سره کوي او اکثره اجناس د دغه هېوادونو استفاده کوي.خو که د تجارت سکتور غواړي چې وده وکړي نو باید افغانستانپه صادراتو باندې کار وکړي تر څو د دوی وچه او لمده میوه خلیجي ملکونو ته ورسیږي او د دې لارې خپل عواید زیات کړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button