سفر خبرونه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر چین ته په سفر تللی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ چین ته په سفر تللی

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو چارسمبالی وزیر امیر خان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ د چین شي ژیانګ ایالت ته تللی دی.

د بهرنیو چارو وزرات د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد پر خپل اېکس ( مخکېني ټوېټر) پاڼه لیکلي، ښاغلی متقي د چین حکومت په رسمي بلنه هغه هېواد ته روان شوی او هلته به د ټرانس هماليا فورم درېیمه ناسته کې ګډون وکړي.

متقي د کومو موخو لارې چین ته سفر کړی؟

ویل شوي دوی به په دغې غونډې کې د اقتصادي همکاریو، سیمه ییز تړاو او اقلیمي بدلونونو په هکله بحثونو کې برخه واخلي.

ښاغلي ضیا احمد دا هم ویلي، د یادې ناستې تر څنګ به افغان پلاوی د چین د بهرنیو چارو وزیر او نوروهېوادونو له استازو سره دوه اړخیزې لیدنې او ناستې هم ولري.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي تر دې سفر وړاندې د روسیې په بلنه د مسکو جوړښت ‘مسکو فارمټ’ په نامه سیمه ییزه غونډه کې د ګډون لپاره روسيې ته تللی و.

نور ولولئ: امیر خان متقي وايي، رسمیت پېژندنه د فشار په توګه کارول کېږي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلپ وو، په هغې غونډه کې د افغانستان پر حالاتو، د افغانانو تر منځ پر روغې جوړې، د سیمې پر امنیت او د افغانستان پر بیا رغونې خبرې شوې دي.

د هغې غونډې په څنډو کې هم د چین، پاکستان او طالبانو حکومت د استازو ګډه درې اړخیزه غونډه شوې وه.

د طالبانو حکومت ویلي وو، دې درې اخیزه ناسته کې له دیپلوماتیکو لارو د ستونزو پر هواري ټینګار وشو.

چین یو له هغو هېوادونو دی چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره نژدي اړیکي‌ پالي‌ او سفارت یې هم په کابل کې پرانیستی دی.‌

ایا چین طالبان په رسمیت پېژني؟

شاوخوا درې اوونۍ مخکې د چین نوي سفیر خپل باور لیک د طالبانو حکومت لومړي وزیر یا ریس الوزرا ته وسپاره.

د طالبانو لوموړي وزیر هیله ښودلې چې “د چین نوی سفیر به د افغانستان او چین ترمنځ ديپلوماتیکې اړیکې لوړې کچې ته پورته کړي”.‌

نور ولولئ: متقي وايي، افغانستان به د ترانزیټ له پلوه د وصل مرکز وي

د طالبانو حکومت، د چین د نوي سفیر له قوله ویلي وو چې “چین د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې پالیسي نه لري” او د افغانستان پرېکړو ته درناوی لري.‌

چین چې په افغانستان کې د امریکايي‌ ځواکونو د پوځي اډو مخالف و، په تېرو دوو کلونو کې د سیمې د نورو هېوادونو په څېر د بشري حقونو او ښځو په اړه د طالبانو پر ځپونکو تګلارو نېوکې نه کوي او د نورو هېوادونو په چارو کې د “نه لاسوهنې” پر سیاست ټینګار کوي او تر اوسه یې د طالبانو حکومت په رسمیت هم نه دی پېژندلی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button