ځاییکورني خبرونه

د طالبانو د عدلیې وزیر سیاسي ګوندونه د شریعت خلاف ګڼي او فعالیت ته یې اجازه نه ورکوي

د طالبانو د عدلیې سرپرست وزیر په هېواد کې سیاسي ګوندونه غیر شرعي فعالیت بولي او دوی ورباندې بندیز لګولی

د طالبانو د عدلیې سرپرست وزیر عبدالحکیم شرعي وايي، چې سیاسي احزاب شرعي بڼه نه لري او نه هم د ملت په ګټه دي، نو ځکه یې په افغانستان کې سیاسي ګوندونه بند کړي دي.

نوموړي نن سې شنبه(د زمري ۲۵) په کابل کې ملت ته د دولت د حساب ورکونې په پروګرام کې رسنیو ته ویلي، چې په افغانستان کې تجربو ښودلې، چې سیاسي ګوندونه د افغانستان د خلکو لپاره په ګټه نه دي.

دغه وزیر د ملت تباهي په سیاسي ګوندونو کې بولي

شرعي وايي: “سیاسي ګوندونه نه شرعي بڼه لري، نه د ملت په ګټه دي او نه یې هم ملت غواړي، زموږ تجربو هم ثابته کړه چې دا ملت څومره وران دی؟ یوازینۍ لامل یې همدا سیاسي احزاب دي، نو یو شی چې نه شرعي وي، نه ملي ګټې په کې خوندي وي او نه یې ولس غواړي، نو دا به څومره د منلو وي چې جواز ورکړو، مطلق بند دي، په هېڅ صورت نه جواز ورکوو او نه یې ورکولای شو”.

نور ولولئ: ایران ایران وايي ۲۵ کاله وړاندې پر ایراني ډیپلوماټانو د طالبانو برید جنایت و

نوموړی دا خبرې په داسې مهال کوي، چې له تېرو دوو کلونو راهیسې په افغانستان کې هېڅ سیاسي ګوند په افغانستان کې فعالیت نه لري.

د افغانستان اسلامي جمهوریت قوانین له اسلام سره برابر نه دي

د طالبانو د عدلیې سرپرست وزیر د افغانستان د پخواني جمهوري نظام قوانینو ته په اشارې وايي، چې په پخوانیو قوانینو کې یوه ماده هم د اسلام له دین سره برابره نه وه.

شرعي وايي: “ د پخوانیو قوانینو هېڅ داسې ماده به ماته څوک ونه ښيي، چې د هغې استناد کتاب الله ته شوی وي او یا هم سنت رسول ته شوی وي”.

دا په داسې حال کې ده، چې د پخواني اسلامي جمهوري دولت چارواکو په بېلابېلو وختونو کې ویلي، چې د افغانستان د اساسي قانون په شمول ټول فرعي قوانین د قران کریم او احادیثو په رڼا کې جوړ شوي دي.

د شنونکو په وینا طالبان تل یو څه حرام بولي په داسې حال کې چې د هغه په اړه حراموالی ثابت نه وي او بیا ورته بدیل هم نه لري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button