کورني خبرونه

طالبان د محمد ظاهر شاه د دوری اساسی قانون چی اسلام سره په ټکر کې نه وی عملي کوي

 افغانستان افغانستان

طالبانو ویلي وو چی محمد ظاهرشاه د پخواني پاچا د دورې اساسي قانون له هغو د مادو پرته چې  د دوی په خبره له اسلام سره په ټکر وي د موقتې دورې لپاره اجرا کوي. او د موقتی حکومت لپاره اساسی قانون اجراتو په حکومت کی عملی کوی.

دا خبره د طالبانو حکومت وزیر مولوي عبدالحکیم  د عدلیې سرپرست د شرعي په حواله نن نشر شوې ده.شرعي پر ۲۸مه د سېپټېمبر د چین له سفیر سره په کابل کې لیدنه کې  کړی وه او دا خبرې یې له هغه سره په لیدنه کې  شریکه کړې هم وه.د هغه پر وینا مونږ غواړو چې دا قانون د يو څه وخت لپاره عملي شی او د رسمي حکومت جوړېدو څخه وروسته ورباندې بیا کتنه وشي.دې سره به عام وګړي وکولی شي چې عامه خدمتونو ته په ښه ډول لاسرسی ولري.

دا هم ولولئ | په خوست کې سږ کال حاصلات د تیر کال په پرتله لوړ دي

د عدلیې وزارت د طالبانو د اعلامیې پر بنسټ چې د دې وزارت په فیسبوک پاڼی نشر شوې د دوی حکومت هغو نړیوالو قوانینو او سندونو ته هم احترام کوي چې د دوی په خبره د شریعت او اسلامي امارت له اصولو سره په ټکر کې نه وي او قوانین د اسلامی شریعت، هیواد، او عامو وګړو په ګټه وي.

او د هیواد د پرمختګ او د خلکو هوساینی او د بشری ژوند په ګټه به هم وی. دا جزییات نه دي ورکړي طالبانو چې د پخواني پاچا ښاغلې محمد ظاهر شاه د دورې اساسي قانون چې دوی یې د عملي کولو منلو ته تیاری لري چی په کومو مواردو کې له اسلام سره ټکر لري. خو وايي چې ژر به عملي شي او ځینې معدې چې اسلامي شریعت سره په ټکر کې وي ترینه لرې کړي.

طالبان کوښښ کوی چی ژر تر ژره اساسی قانون جوړ کړی او د هیواد، وګړو او عامه امنیت او د هیواد د پرمختګ او سوکالي لپاره ورڅخه استفاده واخیستل شی.همداراز د دوي هغه ژمنې هم عملي شي چې دوی د واک ته راتللو نه  مښکې  عامه وګړو سره کړې چې مونږ به یو داسې نظام ولرو چې هم اسلامي وي او هم د هېواد په ګټه وي. 

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button