د طالبانو د ځوانانو چارو معین: افغانستان کې د بې روزګارۍ کچې د راکمولو هڅې کوو

اړوند خبرونه:
د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج
شهاب الدین دلاور: چنايي شرکت ته هله کانونه ورکوو چې افغانستان کې پروسس وکړي
د طالبانو د ځوانانو چارو معین یونس راشد وايي، دا معینیت له درې کلونو راهیسې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو هڅې کوي او د آنلاین کاروبار زده کړې پروګرام یې تر لاس لاندې نیولي دي
ښاغلي راشد د درې ورځني سیمنار د پای په مراسمو کې چې انلاین کاروبار کې د ځوانانو د ظرفیت لوړونې په موخه رابلل شوی و، په هېواد کې د بې کارۍ او بې روزګارۍ د راکمولو په موخه خبرې وکړې.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې دغه معینیت له دریو کلونو راهیسې هڅې کوي تر څو د بې کارۍ کچه راکمه کړي.
په ورته مهال د طالبانو رژیم د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس وویل: په کور کې چې یو مبایل او کمپیوټر انټرنیټ ته وصل وي، هغه ځوانان کولی شي چې انلاین کاروبار وکړي او پیسې تر لاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د بې کارۍ کچه لوړه ده او دغه ستونزه ورځ تر بلې پراخېږي.