Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

افغانستان

د طالبانو ستره محکمه؛ بامیانو کې یې ۱۳ تنه په درو وهلي

د طالبانو ستره محکمه وايي چې بامیانو ولایت کې یې د ۵ ښځو په ګډون ۱۳ تنه په درو وهلي دي

هاخوا ځینې افغانان پر طالبانو نیوکه کوي چې ددوی رژیم په لیکو کې طالب جنګیالي که پر غلا، زنا، اختطاف او نورو جرایمو ونیول شي، نو د سزا ورکولو پر ځای یوازې له دندې ګوښه کېږي، خو د طالبانو له لیکو بهر خلکو ته بیا په وړه تېروتنه هم سزاګانې ورکول کېږي.

د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ، چې په بامیان کې يې د پنځو ښځو په ګډون ۱۳کسان په درو وهلي دي.

یاد کسان د نامشروع اړیکو په تور مجازات شوي

دغې محکمې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغو کسانو ته د بامیان ولایت په مرکز کې د «د نامشروع اړیکو»، له کوره د تېښتې، قتل او غلا په جرم سزا ورکړل شوې ده.

bamyan
طالب جنګیالي

د دغې محکمې د چهارشنبې د ورځي د خبرپاڼې له مخې؛ د دغو کسانو په درو وهلو سزا د باميانو د ابتدايه دیوان د جنايي محکمې په حکم او د طالبانو د سترې محکمې د جزايي محکمې په تایدۍ سره صادره شوه.

نور ولولئ: طالبان نور چاته خپل‌سرې سزاګانې نه شي ورکولی

نور ولولئ: د طالبانو ۲۵۰۰ کسان په تیري، قتل، اختطاف، غلا او نورو جرمونو کې ښکېل او بندیان دي

نور ولولئ: طالبانو په پکتیا کې پنځه تنه عام محضر کې په درو وهلي

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له دې جملې پنځه کسان د «زنا» او «نامشروع اړیکو» په تور د ۳۹ دورو په وهلو سره په دوه کاله بند محکوم شوي دي.

د اعلامیې له مخې؛ څلور نور کسان له کوره د تېښتې په تور هر یو ته د یو کال بند او ۳۹ درو سزا ورکول شوې ده.

دوه کسان نور د قتل او غلا په تور په اوه کاله بند محکوم او هر یو ۳۹ دُرې وهل شوی.

د طالبانو پر وړاندې د بشري حقونو سازمان غبرګون

د طالبانو سترې محکمې لیکلي، چې دوه کسان د «نامشروع اړیکو» په تور په یو کال بند او ۳۰ درهمو محکوم شوي دي.

د مرغومي په میاشت کې هم طالبانو د «لواطت» په تور څلور کسان په ۳۹ درو وهلي وو.

تر دې وړاندې هم د بشري حقونو سازمانونو او نړۍوالې ټولنې په وار- وار له طالبانو غوښتي، چې د تورنو کسانو په وهلو، لاس پرې کولو او له اعدامولو لاس واخلي.

خو طالب چارواکو ویلي، چې دوی اسلامي شریعت نافذوي او هېوادونه او نړۍوال بنسټونه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

بلخوا خلک پر طالبانو نیوکه کوي چې ددوی جنګیالیو ته جرمونو په مقابل کې سزا نه ورکوي او یوازې یې له دندو ګوښه کوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button