ستاسې اند او نظرکورني خبرونه

د طالبانو ویاند پاکستان کې له افغان کډوالو سره چلند د نه زغم وړ بولي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، له افغان کډوالو سره د پاکستانیو پولیسو چلند د زغم نه دی

پاکستان کې د ناامنیو وروسته پاکستاني امنیتي ځواکونو د افغان کډوالو ځورول پیل کړي او تر څنګ یې د یادو کډوالو د وژنې پېښې هم بوږنوونکي ښودل شوي دي.

په تېره یوه میاشت کې د افغان کډوالو څووم جسد دی چې پاکستان کې موندل کېږي او په دې باندې طالبان ډېر خفه او ګیله من دي.

نور ولولئ: پاکستان کې ناامني؛ ذبیح الله مجاهد وايي، د چترال برید افغانستان کې و پلان شوی

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په پاکستان کې د افغان کډوالو د ځورونې په غبرګون کې ویلي، په پاکستان کې له افغان کډوالو سره چلند د منلو نه دی.

طالبان د پاکستان په ناامنۍ د افغان کډوالو لاس لرل ردوي

دوی وايي، چې افغانان د پاکستان په ناامنۍ کې لاس نه لري او نه دې پر دوی دا تور پورې کېږي.

ښاغلي مجاهد نن چهارشنبه (د تلې ۱۲مه) په اېکس پاڼه لیکلي، چې باید پاکستانی لوری په دې اړوند په خپل پلان له سره غور وکړي.

هغه زیاته کړې، چې افغان کډوال د پاکستان په امنیتي ستونزو کې لاس نه لري.

نور ولولئ: افغان طالبانو د ټي ټي پي ۲۰۰ غړي نیولي

دا څووم ځل دی، چې طالبانو د پاکستان په وروستیو تاوتریخوالو کې د افغانانو لاس لرل رد کړي دي.

‏ښاغلي مجاهد د خپلو څرګندونو په وروستۍ برخه کې لیکلي، تر څو پورې چې افغان کډوال په خپله خوښه له پاکستانه را وځي، ترهغو باید دغه هېواد یې زغم ولري.

د افغان کډوالو په تړاو د پاکستان اخطار

نوموړي یوه ورځ وروسته له هغه دغه څرګندونې وکړې چې تېر مازدیګر د پاکستان حکومت اعلان وکړ، چې «د اکټوبر تر پایه ناقانونه کډوال وخت لري، چې خپل هېواد ته ستانه شي.»

تېره ورځ د پاکستان حکومت له ناقانونه افغان کډوالو وغوښتل، چې د اکټوبر تر پایه دې دغه هېواد پرېږدي.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې سر له نوامبر میاشتې به پراخه عملیات پیل کړي او شاوخوا ۱.۱ میلیونه ناقانونه افغان کډوال به له دغه هېواده وشړي.

دغه چټکې او بېړنۍ پریکړې د پاکستان د موقت لومړي وزیر انوارالحق کاکړ واک ته له رسېدو وروسته کېږي.

تر دې وړاندې ښاغلي کاکړ له اړوندو ادارو غوښتي و، چې ژر دې په دې اړه ګام واخلي.

له دغه اعلان وروسته دغه موضوع په کور دننه او بهر کې له پراخو نیوکو او غبرګونونو سره مخامخ شوې ده.

د دې ترڅنګ د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هم په پاکستان کې د افغان کډوالو له جبري ویستلو سره مخالفت څرګند کړی.

خو پر دې ټولو سربېره پاکستان کې د افغان کډوالو ځورول لا هم دوام لري او هره ورځ نیول کېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button