کورني خبرونه

د طالبانو په زندانونو کې د شکنجې په اړه سروې

د ملګرو ملتونو سیاسي استوزلۍ موندلي چې د طالبانو په زندانونو کې بندیان شکنجه کېږي

یوناما د یوې سروې له مخې تېره ورځ اعلان وکړ چې طالبان په زندانونو کې له بندیانو سره په تحقیقاتو کې له شکنجو کار اخلي او په بېلابېلو طریقو یې شکنجه کوي. دغه راپور وايي چې په دې شکنجو کې له برقي شاټونو، د بندي پر خوله د رخت ټوټې اچول او بیا یې پر مخ د اوبو اچول، په اوبو کې غوټه کول، پر بندیانو په زوره اوبه څښل، د بندیانو وهل او ټکول، بې خوبه کول، د بندیانو په غوږونو کې د بدو او درنو اوازونو یا هارنونو غږونه او نورې شکنجې شاملې دي.

زیات بندیان چې شکنجو کې وژل شوي

ځینې داسې راپورونه هم دي چې طالبانو په خپلو کې زندانونو کې ډېری بندیان د شکنجو له امله وژل شوي دي، خو کورنۍ یې له ویرې دا خبره نه شي کولی، ځکه طالبانو دغه کورنۍ تهدید کړي چې دوی به رسنیو او حقوق بشر ته خبر نه ورکوي.

نور ولولئ: افغانستان کې د ښځو حقوق؛ د بشري حقوقو د څار سازمان یې د وضعیت ارزونې راپور کې لومړیتوب غواړي

د یوناما په دې راپور کې له هغه کسانو سره هم مرکې شوې چې د طالبانو په زندانونو کې ورباندې جوش کړل شوي اوبه ورباندې څښل شوي دي. یو بل تن چې اوس جرمني کې دی، په خپله ټوېټر پانه لیکلي و چې کله دی ونیول شو، نو اول ورباندې جوش اوبه وڅښل شوې او وروسته دومره ووهل شو چې دوه ورځې وروسته په هوش راغی.

خو طالبان دا ټول د دوی پر ضد تبلیغات بولي

طالبان په خپلو زندانونو کې د بندیانو د ځورولو پېښې په ټول شدت سره پټوي. کله چې نړیوال بنسټونه د طالبانو د ظلمونو کوم راپور نشر کړي نو طالبان ردوي او تر څنګ یې وايي چې دا ددوی پرضد تبلیغات دي.

خو پر دې ټولو سربېره داسې شواهد شته چې پر بندیانو د طالبانو استخباراتو ظلمونه او شکنجې په اثبات رسولی شي.

نور ولولئ: محمود شاه حبیبي له تېر یوه کال راهیسې د طالبانو په زندان کې دی

دوی په دوه کلن حاکمیت کې ډېری خبریالان، روښنفکران، سیاستوال، مدني فعالان، د پوهنتون استادان او نور د خبرو خلک وهلي، بندیان کړي او شکنجه کړي دي، چې اکثرو یې د طالبانو له دې ناوړه چلند له امله هېواد پرې ایښی او نورو هېوادونو ته یې هجرت کړی دی.

شنونکي وايي که چېرته طالبان نرمي اختیار نه کړي او د بشر حقونو نقض ته همداسې دوام ورکړي نو کېدای شي چې دننه په هېواد کې نورې ستونزې ایجاد او هېواد له یوه نوي بحران سره مخامخ شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button