نړیوال خبرونه

د طالبانو پوهنې وزیر وایي، چې ډېره هیله شته چې د نوي کال له شروع سره به د نجونو ښوونځي پرانیستل شي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پوهنې وزیر نورالله منیر وايي، ډېره هیله شته، چې د نوي تعلیمي کال له پیل سره به پسرلي کې د نجونو ټول ښوونځي پرانیستل شي. د باختر دولتي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، ښاغلي منیر نن جنوري شلمه په همدې لړ کې د ملګرو ملتونو افغانستان استازې دیبورا لاینز او د ماشومانو وجهي صندوق یونېسف له استازې ادرینا اوجیلار سره کابل کې لیدلي دي.

د باختر په رپوټ کې د ښاغلي منیر له قوله ویل شوي: ”موږ د بهرنیانو د فشار پر ځای د خپل مسوولیت او ژمنتیا له مخې د نجونو ښوونځي پرانیزو. ” د وري یا حمل لومړۍ نېټه په افغانستان کې د پوهنیز کال د پیل لومړۍ ورځ بلل کېږي. ملګرو ملتونو بیا بیا له طالبانو غوښتي چې نجونو ته د ښوونځي تګ اجازه ورکړي.

د یادونې ده، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې دیبورا لاینز پرون په کابل کې د طالبانو له لوري رابلل شوي لومړني اقتصاد کنفرانس ته وینا کې هم د نجونو ښوونځیو پرانیستل کېدو غوښتنه وکړه. اغلې لاینز غونډې ته وینا کې وویل: د هېواد اقتصاد هغه وخت ښه کېدلای شي چې ټول په ګډه کار وکړو، په کار ده چې ښوونیز بهير ژر پيل شي او د ښځو حقوقو ته پوره پاملرنه وشي. ” پر افغانستان د طالبانو له ولکې سره تېرې څو میاشتې له شپږمو ټولګیو پورته نجونو ته په دې پلمه ښوونځیو ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي چې ګواکې په دې تړاو نوې تګلارې جوړیږي.

نور یی ولوله | د افغانستان په لوېديځ کې زلزلې “مرګژوبله” اړولې

د نړیوالې ټولنې یوې لوی او مهمې غوښتنې ته د طالبانو ځواب دا و چې د نوي لمریز کال په رادبره کېدو به د نجونو ټول ښونځي په هېواد کې پرانیستل شي. په ملګرو ملتونو کې د ماشومانو ملاتړ اداره یونېسیف مسوولینو تېر نومبر کې وویل له څلور میلیونو ډېر افغان ماشومان ښوونځي له تلو محروم دي. یونېسیف هغه مهال په یوه ټویټر پیغام کې ویلي و، له زدکړو د محرومو افغان ماشومانو له نیمايي زیات شمېر نجونې دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button