نړیوال خبرونه

د عامې روغتيا وزارت: کرونا ویروس له امله افغانستان روغتيايي بحران سره مخ شوۍ

د افغانستان عامې روغتيا وزارت وايي چې کورونا ويروس که همداسې نور هم دوام وکړي نو د افغانستان به نور هم روغتیايي بحران سره مخ شي خلک بايد د دې وبا په مهارولو کې خپل ګټور رول ادا کړي.ترڅو افغانستان له دغه بحرانه ژر تر ژره اوویستل شي.

د هیواد روغتيا وزارت وايي، چې کورونا ناروغي درملنه نه لري او له خلکو غواړي چې په خپلو تدبيرونو او روغتيايي سپارښتنو سره يې مخه ونيسي.دويي زیاتوي چې افغانستان یو غریب هیواد دۍ باید افغانان په دغه سخت حالت کې د افغان دولت سره یو لاس شي او د دولت او طبي متخطیطینو په لارښوونو عمل وکړي

د دغه وزارت مرستيال وحيد مجروح وايي، دا ويروس په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې دى او د خلکو له همکارۍ پرته يې مخنيوى امکان نه لري.نو باید د نورولارښوونو په څنګ عام خلک باید بې ځایه تګ راتګ څخه ډده وکړي که د جا ضروري کار نه وي نو باید بیرون ته دې مه راوځي.

بل خوا ته د افغان جاپان روغتون ډاکټر محبوب الله شفيق وويل، روغتونونو کې د ناروغانو ځاى نه کېږي. هغه له خلکو هيله وکړه چې نور د کورونا وبا پر وړاندې بې پروا پاتې نه شي.نو له دې معلوميږي که چېرې دغه ناروغي مونږ جدي وه نه نیسو او د روغتون پر ځاۍ د طب متخصیصینو په لارښوونه عمل ونه کړو نو هیواد به مو د امریکا او ايټالیا نه بد تر شي او کرونا به نوره هم خپره شي.

افغانستان کې د کورونا ويروس مثبتې پېښې له ٢٠ زرو څخه پورته شوې دي، خو د کابل والي تېره ورځ ويلي و، چې ښايي په کابل کې له يو ميليون زيات کسان کورونا نيولي وي.هغه دغه خبره د موجوده حالات په نظز کې نیولو سره کړې ده او ريښټیا هم که مونږ احتیات ونه کړ نو دغه ویروس به ۱ میلیون نه واوړي.

د یادونې وړ ده چې کابل کې د حکیم الکوزي په نوم باندې یو حکیم د کرونا ویروس لپاره حکیمي درمل جوړ کړۍ وو او نومړي دا دعوه کوله چې په نبم سات کې دننه دغه درمل کولۍ شي چې کرونا له منځه یوسي خو بیا د روغتیا وزارت په دغه درمل بندیز ولګاو او دغه درمل ېې نا سم اعلان کړ.

دا هم باید یاده کړو چې په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس اخته کسانو شمیر له ۶ نیم میلیونو نه زیات شوۍ دۍ او د مړو شمیر له ۳ لکو نه ریات مړدي د یو راپور له مخې د دغې ناروغۍ نه ۳ نیم لکو نه زیات کسان ټوله نړۍ کې رغیدلي دي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button