د عبدالله او غني انتخاباتي ټيمونو ترمنځ مذاکرات پیل شوي

د عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې انتخاباتي ډلې د محمداشرف غني په رهبرۍ د دولت جوړوونکي له انتخاباتي ډلې سره د مذاکراتو د پیلېدو خبر وکړی دی.
د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ډلې لومړي مرستیال عنایتالله بابر فرهمند ویلي، چې دواړو خواو دا مذاکرات د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په منځګړیتوب پیل کړي دي.
هغه په خپل ټویټر کې لیکلي: “د لوړې د مراسمو ځنډول او د والیانو د ګومارلو لړۍ ودرول ومنل شو. سوله د ثبات او همپالنې د انتخاباتي برنامې یو لومړیتوب وو / دی، خو د ملت د پاکو رایو څخه د دفاع لپاره د کرښې تر پایه ولاړ او ژمن یو“.
دواړو انتخاباتي ډلو د دغو مذاکراتو د جزئياتو په اړه تر اوسه له رسنیو سره معلومات نه دي شریک کړي.
ښاغلي خلیلزاد تېره ورځ وویل، چې د انتخاباتو د بهیر له پای ته رسېدو سره جمهور رئيس غني د دغو انتخاباتو ګټونکی اعلان شوی او نور مشران باید ډاډ ترلاسه کړي، چې نوی حکومت ټولشموله او د ټولو افغانانو د ارمانانو انعکاسوونکی دی.
د افغانستان جمهوري ریاست او دولت جوړوونکی انتخاباتي ټیم د دغو مذاکراتو د څرنګوالي په اړه تر اوسه ځواب ویلو ته حاضر شوي نه دي.