نړیوال خبرونه

د عبدالله عبدالله په مشری د افغان سیاسیونو یو پلاوی قطر ته ولاړ

د عبدالله عبدالله په مشری د افغان سیاسیونو یوپلاوی قطر ته لاړ. له طالبانو سره د خبرو لپاره د افغان سیاستوالو ۷ کسیز پلاوی نن ماسپښين د قطر هېواد پلازمینې دوحې ته په سفر ووت.ویل کیږي چې دغه هیات پوره صلاحیت سره دوحې ته لاړه.

رسنیو ته یوې سرچینی خبر ورکړی، چې ټاکل شوې ده ددې پلاوي په ترکیب کې د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د اشرف غني ستر سلاکار محمد محقق، د ملي پخلاینې عالي شورا غړی کریم خلیلي، د مذاکراتي ټیم غړی باتور دوستم، عنایت الله بلیغ، فاطمه ګیلاني، معصوم ستانکزی او یاهم سلام رحیمي په ګډون ۷ تنه شامل وي.که څه هم تردې وړاندې د پخواني ولسمشر حامد کرزي، ګلبدین حکمتیار، یونس قانوني او صلاح الدین رباني نومونه هم ددې هیئت په ترکیب کې اعلان شوي وو؛

خو دغه کسان د ناڅرګندو دلایلو له امله اوس نه غواړي چې قطر ته ولاړ شي.دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ ارګ ته نږدې سرچینو خبر ورکړ، چې قطر ته د لوړ پوړو افغان سیاستوالو سفر لغوه شوی دی.په ورته مهال یوې بلې سرچینې بیا رسینو ته ویلي، چې د افغان سیاستوالو د با صلاحیته پلاوي اعضاء ځکه تر نیمايي هم کم شول، چې ارګ هغوی ته معنی داره مذاکراتو لپاره اختیارات ورنه کړل.

ټاکل شوې وه چې پرون د پنجشنبې په ورځ نوموړی پلاوی په ارګ کې له ولسمشر غني سره وګوري او د خپلو اختیاراتو کچه معلومه کړي؛ خو داچې نوموړی ازبکستان ته په سفر ولاړو او د هیئت زیاتره اعضاوو نه غوښتل چې له اختیاراتو پرته طالبانو سره مذاکراتو کې برخه واخلي.

fb img 1626441205783

داسې ویل کیږي چې ارګ لاهم د سولې پروسې کې صادقانه هڅې نه کوي، بلکې غواړي د مختلفو هيئتونو په لیږلو سره وخت ضایع کړي او خپله د واک موده وغځوي.قطر ته د افغان سیاستوالو ۷ کسیز پلاوی په داسې مهال سفر کوي چې د هېواد له ۲۵۰ څخه زیاتې ولسوالۍ طالبانو سره دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button