سپورټد سپورټ تازه خبرونه – کرکټ، فوټبال او نړیوال سیالۍ

د فوټبال نړیوال جام؛ اکواډور جرمني ته ماتې ورکړه او د ناک‌اوټ پړاو ته یې لار وموندله

د فوټبال نړیوال جام د «ای» ګروپ په وروستیو سیالیو کې د اکواډور ملي لوبډلې د جرمني پر وړاندې په زړه پورې بریا خپله کړه او د ۲-۱ پایلې په خپلولو سره یې د ناک‌اوټ پړاو ته د رسېدو چانس ژوندی وساته.

که څه هم جرمني د لوبې په پیل کې مخکښه شوه او لومړی ګول یې وواهه، خو اکواډور په دویمه نیمایي کې د لوبې بڼه بدله کړه، دوه ګولونه یې وکړل او درې مهم امتیازونه یې ترلاسه کړل.

د ای ګروپ پایلې؛ جرمني او عاج ساحل مستقیم بل پړاو ته ولاړل

د فوټبال نړیوال جام د «ای» ګروپ وروستۍ لوبې د پنجشنبې په ورځ په یوه وخت ترسره شوې. د اکواډور او جرمني ترڅنګ، د عاج ساحل او کوراساو لوبډلې هم سره مخامخ شوې.

عاج ساحل وکولای شول کوراساو ته ۲-۰ ماتې ورکړي او د شپږو امتیازونو په ترلاسه کولو سره د ګروپ د دویمې لوبډلې په توګه د ناک‌اوټ پړاو ته لار ومومي.

جرمني، چې له دې وړاندې یې بل پړاو ته د تګ ډاډ ترلاسه کړی و، د ماتې سربېره د ګروپ د مخکښې لوبډلې په توګه خپل ځای وساته.

اکواډور بیا د څلورو امتیازونو په لرلو سره د غوره درېیم مقام لرونکو لوبډلو په ډله کې شامل شو او د بل پړاو ټکټ یې ترلاسه کړ.

دا هم ولولئ:  بېنګلور د راجستان څخه و ګټله
images 1 1

د فوټبال نړیوال جام، د لوبې ځانګړتیاوې

د فوټبال نړیوال جام د دې سیالۍ یوه مهمه ځانګړنه دا وه چې د لوبې د قضاوت ټول مسوولیت درې ښځینه لوبڅارانو پر غاړه درلود.

دغه لوبه د امریکا د نیوجرسي په لوبغالي کې ترسره شوه او له ۸۰ زرو څخه ډېرو نندارچیانو له نږدې وکتله، چې د روان نړیوال جام له تر ټولو ګڼ‌مېشتو لوبو څخه یې یوه وګرځوله.

دغه راز، جرمني که دا لوبه ګټلې وای، نو په نړیوالو سیالیو کې به یې د پرله‌پسې بریاوو شمېر ۱۲ ته رسېدلی او خپله تاریخي لاسته راوړنه به یې برابره کړې وه. جرمني تر دې وړاندې خپلې ۱۱ پرله‌پسې لوبې ګټلې وې، خو اکواډور یې دا لړۍ ودروله؛ هغه لوبډله چې د روانو سیالیو تر دې مخکې یې لا ګول هم نه و وهلی.

germany ecuador

د ډي ګروپ سیالۍ هم پیلېږي

له «ای» ګروپ وروسته د فوټبال نړیوال جام د «ډي» ګروپ وروستۍ سیالۍ، چې د امریکا ملي لوبډله هم پکې شامله ده، ټاکل شوې لږ وروسته پیل شي او د دې ګروپ د ناک‌اوټ پړاو برخلیک به هم روښانه کړي.

د ایران د لوبډلې د شکایت په اړه د امریکا غبرګون

په همدې حال کې د فوټبال نړیوال جام د سیالیو ترڅنګ د ایران د ملي لوبډلې د سفر موضوع هم د پام وړ ګرځېدلې ده.

د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ کې د نړیوال جام د کاري ډلې ویاند د پنجشنبې په ورځ د ایران د شکایت په غبرګون کې وویل، هغه ځنډ چې د امریکا خاورې ته د ایران د لوبډلې د ننوتلو پر مهال رامنځته شوی و، لنډمهالی و.

دا هم ولولئ:  د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې بنګلور لوبډلې، حيدراباد لوبډلې ته ماتې ورکړه

هغه زیاته کړه چې د ایران د ملي لوبډلې الوتکه د پلان له مخې، یا له ټاکلي وخت سره نږدې، د سیاټل ښار ته رسېدلې او د دې موضوع په اړه نور جزئیات نه لري.

ecuador vs germany stats 2 scaled 2

تر دې مخکې راپورونه خپاره شوي وو چې د امریکا سرحدي چارواکو د ایران د ملي لوبډلې له لوبغاړو او چارواکو څخه د ننوتلو پر مهال اضافي امنیتي پلټنې کړې وې. د دغو راپورونو له مخې، د ایران مشهور لوبغاړی مهدي طارمي او د روزونکي امیر قلعه‌نويي مرستیال سعید الهوي د سرحدي تفتیش پر مهال له ځنډ سره مخ شوي وو، چې له امله یې د لوبډلې نور غړي هم د سفر پر مهال انتظار ته اړ شوي وو.

د فوټبال نړیوال جام سیالۍ لا هم په بېلابېلو ښارونو کې روانې دي او ټاکل شوې په راتلونکو ورځو کې د ناک‌اوټ پړاو نورې برخلیک ټاکونکې لوبې ترسره شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button