لوبې خبرونه

د فوټبال ۱۷ کلن ټیم د کافا د برنزو مډال سره کابل ته ورسېده

د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلن ملي ټیم نن کابل ته حرکت وکړ چې ډېرې ښې لوبې یې وکړې

یاد ټیم د مرکزي اسیا اتلولۍ جام کې ایران او قرغیزستان ته ماته ورکړه چې په مقابل کې یې تاجکستان او اوزبکستان هم مات شول.

د ۱۷ کلنو د مرکزي اسیا د اتلولۍ جام تېره شپه پای ته ورسېده چې په دې کې د یادو هېوادونو لوبډلې ولوبېدې چې په دوی کې ایران یوه لوبه وګټله او دوه نورې یې وبایللې. په دې سیالیو کې تاجکستان د ۹ امتیازونو په لرلو سره قهرمان شو، اوزبیکستان هم ۹ امتیازونه درلودل چې دویم مقام ورکړل شو، خو ایران او افغانستان بیا شپږ، شپږ امتیازونه درلودل چې په دې کې ایران څلورم او افغانستان بیا دریم مقام خپل کړ.

نور ولولئ: افغان لوبډلې د ۱۷ کلنو کافا سیالۍ جام کې دویم مقام خپل کړ

په یاد جام کې د دوی لاسته راوړنه

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، دا یوه لویه لاسته راوړنه وه چې د ۱۷ کلنو لوبډلې په مرکزي اسیا جام کې تر لاسه کړه او افغانستان ته یې دریم مقام خپل کړ، خو د یادې لوبې ماهرین وايي، که چېرته په دې لوبډله یو څه نور کار شوی وی او زمینې ورته مساعدې شوي وای، نو ددې امکان ډېر و چې افغانستان تر لومړي مقامه ورسوي.

لکه څنګه د ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډلې افغانستان ته امتیاز وګاټه همدارنګه د نجونو د فوټبال ټیمونو، تکواندو او نورو لوبغاړو هم دغه هېواد ته اتلولۍ راوړي دي چې د افغان ولس له لوري ستایل شوي دي.

افغانستان په نورو لوبو کې هم ښه ځلېدلی دی

د فوټبال تر څنګ افغانستان د کرکټ په برخه کې هم خورا ښې لاسته راوړنې لري او دوی څو ورځې وړاندې د پاکستان پر وړاندې ډېره مسلکي او ښه لوبه وکړه، خو دا لوبې پاکستان ترې وګټلې.

نور ولولئ: د افغانستان فوټبال ښځینه ملی ل‍وبډلی پرتګال کی پنا واخستله

دا په داسې حال کې دي چې په افغانستان د طالبانو له واکمنۍ سره ددې زمینه نه ده مساعده چې د لوبغاړو فکرونه ارام اوسي او په ارامۍ سره د خپلو مبارزو او حریف په ماتولو کې له ټول تمرکز کار واخلي، خو له دې ټولو ستونزو سره سره بیا هم دوی وکولی شول چې له دومره سخت حالت باوجود ګڼې لاسته راوړنې ولري.

د ۱۷ کلنو فوټبال لوبډله نن کابل ته روانه شوه او کېدای شي چې له تود هر کلي سره مخامخ شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button