ژوندژوند او ټولنه

د فینټینیل د مخنیوي لپاره واکسین، دا واکسین به هیرویین د مخنیوي لپاره ازمایل کېږي

د ۲۰۲۴ کال په لومړیو کې به د هیرویینو د مخنیوي لپاره دغه واکسین وازمایل شي

څېړونکې هڅه کوي چې فینټینیل د مخنیوي او د هغو انسانانو د درملنې لپاره واکسین جوړ کړي چې هیرویین استعمالوي. خو دا څېړنې به د ۲۰۲۴ کال په اوایلو کې ترسره کېږي، تر څو معلومه کړي چې پایله څنګه ده؟ که چېرته دا واکسین بریالي شي، نو د هیروینو معتدین به نور له دغې ستونزې وساتل شي.

نور ولولئ: یوه نوې څېړنه ښيي چې اسپانیا کې زرګونه کلونه وړاندې خلکو مخدره توکي کارول

د امریکا د مونتانا پوهنتون څېړونکي د هیروینو او نورو مخدرو موادو په وړاندې د یوه واکسین په کلینیکي ازمېښت بوخت دي.

پر مخدره توکو روږدي کسان به درملنه شي

د میډیکل ایکسپریس د راپور له مخې، دا واکسین د هغو کسانو د ژغورلو لپاره دي چې په مخدرو موادو روږدي دي یا په تصادفي ډول یې تر اندازې ډیر مواد استعمال کړي وي.

د امریکا د روغتیا د ملي ادارې پر اساس، په متحدو ایالتونو کې په ۲۰۲۱ م کال یولکو ۶ زره تنه د مخدرو موادو د استعمال یا ناوړه کارونې په علت مړه شوي دي.

په دې شمېر کې ۷۱ زره د مصنوعي مخدرو موادو لکه فنیټانیل له کبله مړه شوي دي.

د یو ایم د طبي مرکز څېړونکی ډاکتر جي ایوانز، چې پر دغه واکسین کار کوي، د دې څېړنې لارښود دی.

دا واکسین به څومره ګټور وي؟

که چېرته دغه واکسین تطبیق شي، نو د نړۍ هغه نفوس چې پر مخدره توکو روږدی دی، له دغه بدمرغۍ په امان او وژغورل شي. څېړونکي هڅه کوي چې دا ازموینه بریالۍ کړي او د انسانانو د ژغورنې لپاره یوه نوي لار رامنځته کړي.

هغه وايی، اټکل کوي چې خپل واکسینونه به د ۲۰۲۴ په لومړیو کې پر انسانانو وازمويي.

نور ولولئ: تاجکستان؛ طالبان دروغ وايي چې د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه کوو

په پام کې ده چې په لومړني واکسین هیروین په نخښه شي او لږ وروسته به پر فنیټانیل کلینیکي ازمېښت وشي.

ډاکتر ایوانز هیله لري چې له دې وروسته به داسي واکسین جوړ کړي چې د ټولو مخدرو موادو له ناوړه اغیزو انسان وژغوري.

دا واکسینونونه داسې جوړ شوي چې د اپیني موادو پر ضد په انسان کې انټي باډي تولیدوي.

دا په داسې حال کې ده چې په نړۍ کې ګڼ کسان پر مخدره توکو روږدي او نه یوازې دوی بلکې د دوی کورنۍ هم ددغه بلا قرباني دي. که چېرته دا ازموینه بریالۍ شي، نو دغه کسان به نجات پیدا کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button