نړۍ خبرونه

د قرآن کریم د سوځولو پېښه؛ عراق وايي، سویډنی سفیر دې له بغداد ووځي

عراق کې د لاریون کوونکو له لوري د سفارت له سوځولو وروسته، سویډني سفیر ته د وتلو امر شوی

عراق دا رنګه پرېکړه کړې چې له سویډن څخه هم خپل استازی ور وغواړي.

د عراقي لومړي وزیر دفتر اعلان کړی چې دا کار د هغو پېښو په ځواب کې کوي چې “سویډني چارواکو په مکرر ډول د قرآن کریم او د عراق ملي بیرغ” ته د سپکاوي اجازه ورکړې ده.

بل خوا وروسته له هغې چې په بغداد کې د سویډن په سفارت برید وشو او یوه برخه یې وسوځول شوه، دغه سفارت هم اعلان کړی چې تر بل امره یې کارونه درولي دي.

د سویډن پر سفارت د قهرېدلو لاریون کوونکو هجوم

تېره شپه قهرجنو لاریون کوونکو په بغداد کې د سویډن په سفارت بیا بریدونه وکړل او ځېنې برخې یې وسوځولې.

د راپوټونو له مخې پولیسو په برید کوونکو اوبه پاشلې او تیت او پرک کړي یې دي.

د عراق دولت سویډن ته خبرداری ورکړی چې که د قران کریم سوځولو پېښه بیا تکرار شي، له هغه هېواد سره به هر ډول اړیکي پرې کړي.

نور ولولئ: بغداد کې لاریون کوونکو د سویډن پر سفارت هجوم ور وړی

نور ولولئ: مذهبي مقدساتو ته د سپکاوي مخنیوي طرحه تصویب شوه

د لومړي وزیر دفتر دا هم ویلي، د وینا ازادۍ په پلمه دا ډول کړنو ته اجازه ورکول” پاروونکی عمل” شمېري.

خو د سویډن په سفارت یې برید غندلی، امنیتي تیروتنه یې بللې چې په وینا یې چټکه رسیدنه به ورته وکړي او د پردې شاته عوامل به یې پيدا کوي.

ځینو رسنیو رپوټونه ورکړي چې د تېرې شپې برید د شیعه مذهبي مشر مقتدي صدر د پلویانو لخوا شوی دی.

د سویډن بهرنیو چارو وزیر هم ددې هېواد په سفارت غندلی دی.

سویډن بیا پر سفارت برید غیر قانوني بولي

توبیاس بیلسټروم په سفارت دغه “غیرقانوني” بللی او وایي، داسې ښکارې چې عراقي چارواکو د سفارت امنیت ساتنه کې خپله دنده نه ده ترسره کړې او دا رنګه وايي د سفارت ټول کار کوونکي یې خوندي دي.

په سویډن کې د یوه عراقي وګړي لخوا د قرآن کریم له سوځولو وروسته دا دوهم ځل دی چې په عراق کې د سویډن په سفارت برید کېږي.

په لومړني برید کې هم د مقتدي صدر پلویان ښکېل بلل شوي دي.

د قرآن کریم د سوځولو له پېښې وروسته په اسلامي هېوادونو کې مسلمانانو سخت غبرګونونه ښودلي او له دا ډول هېوادونو یې غوښتي تر څو د هغو پېښو مخه ونیسي چې د اسلام مبارک دین ته په کې سپکاوی کېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button