د قهوې څښل او د سرطان مخنیوی؛ تازه څېړنه د نارینهوو لپاره هیله بښونکې پایلې لري

تازه علمي څېړنې ښيي چې د قهوې څښل په نارینهوو کې د پروسټېټ سرطان خطر کمولی شي؛ پوه شئ چې د کافي ورځنی استعمال ستاسو د روغتیا لپاره نورې کومې ګټې لري.
په ټوله نړۍ کې کافي یو له مشهورو مشروباتو څخه شمېرل کېږي، خو تازه علمي موندنې ښيي چې د قهوې څښل یوازې د ذهن د بیدارۍ لپاره نه، بلکې د وژونکو ناروغیو د مخنیوي لپاره هم ګټور دي. د یوې نوې څېړنې پایلې ښيي چې هره ورځ په منظم ډول د کافي څښل په نارینهوو کې د پروسټېټ سرطان خطر په څرګند ډول کمولی شي.

د چینايي څېړونکو موندنې
د چین د طبي پوهنتون د شېنجینګ روغتون څېړونکو د کافي استعمال او د پروسټېټ سرطان ترمنځ اړیکه څېړلې ده. دا څېړنه ځکه حیاتي ده چې پروسټېټ سرطان په نارینهوو کې د سرطان له امله د مړینې درېیم لوی لامل ګڼل کېږي. اټکل کېږي چې تر ۸۵ کلنۍ پورې به له هرو شپږو نارینهوو څخه یو په دې ناروغۍ اخته شي، نو ځکه د قهوې څښل د یو وقایوي عادت په توګه تر بحث لاندې دی.
د څېړنې کچه او پایلې
په دې لویه څېړنه کې د ۱۶ بېلابېلو مطالعاتو معلومات راټول شوي وو، چې پکې له ۵۷ زرو څخه ډېر د پروسټېټ سرطان ناروغان او په مجموعي ډول له یو میلیون څخه زیات کسان شامل وو. پایلو وښودله چې په کومو نارینهوو کې چې د قهوې څښل زیات وو، په هغو کې د سرطان خطر کم لیدل شوی دی. په زړه پورې دا ده چې د کافي له هرې اضافي پیالې سره د دې خطر کچه نوره هم راټیټېږي.

نورې روغتیايي ګټې
یوازې پروسټېټ سرطان نه، بلکې تر دې وړاندې په ګڼو نورو څېړنو کې هم ثابت شوي چې د قهوې څښل د ځیګر، سینې، کولمو، او د سر او غاړې د سرطانونو په مخنیوي کې مرسته کوي. څېړونکي وایي چې په کافي کې موجود کافین نه یوازې د دماغي فعالیت د ښه کېدو سبب کېږي، بلکې پر بدن نور مثبت بیولوژیکي اغېزونه هم لري.

احتیاطي ټکی
که څه هم دا موندنې خورا مهمې دي، خو څېړونکو ټینګار کړی چې دا یوه مشاهداتي څېړنه ده. دوی وایي چې که څه هم د قهوې څښل ګټور ښکاري، خو په بشپړه توګه دا نه شي ثابتېدای چې کافي په مستقیم ډول د سرطان مخنیوی کوي که نه، او په دې برخه کې لا زیاتو کلینیکي څېړنو ته اړتیا ده. مګر په ټوله کې، په ورځني رژیم کې د معتدلې کافي شاملول د روغتیا لپاره یو مثبت ګام بلل کېږي.



