اقتصاد او سوداګري

د قوش‌تپې کانال لومړی فاز پرانیستل شو

بلخ ولایت کې د قوش‌تپې کانال لومړی فاز پرانیستل شو او د دویمې برخې کارونه یې پیل شول

دغو مراسمو ته له پلازمېنې کابل د طالبانو لوړ پوړي چارواکي هم ورغلي و او په پرانیسته کې یې ګډون وکړ چې مشري یې اقتصادي مرستیال ملا برادر کوله.

د ریاست الوزرا اداري‌ مرستیال عبدالسلام حنفي چې د قوشتیپې کانال د پرانیستې په مراسمو کې یې ګډون کړی و یاد کانال د افغانستان د پر ځان بساینې لپاره ستر ګام بللی چې ټول تخنیکي کارونه یې افغانانو بشپړ کړي دي.

نور ولولئ: د خواف-هرات اورګاډي د دریم فاز تړون لاسلیک کېدل

ښاغلي حنفي د دغه کانال په تړاو د ګاونډیو اندېښنو ته په ځواب کې ویلي، ګاونډي هېوادونه دې د یاد کانال په تړاو اندېښنه نه کوي. د نوموړي په ټکیو:”اسلامي امارت د آمو له سینده د ګاونډیو حق ته درناوی کوي او ټولو سره ښې اړیکې غواړي، خو ګاونډي هېوادونه هم باید د افغانستان حقه حقونو ته درناوی وکړي.”

دفاع وزیر ملا یعقوب هم تللی و

د طالبانو حکومت د فاع وزیر مولوي یعقوب مجاهد وايي، د ملي دفاع وزارت به د کانال امنیت خوندي ساتي او پر وړاندې شته خنډونه به یې له منځه وړي. نوموړي په دې هکله وویل:

“د امنیت په برخه کې او ددې پروژې د ښه تطبیق په برخه کې به موږ په هېڅ قېمت پرېنږدو چې د دښمن شوم اهداف، خراب او لړلي لاسونه د دې یا نورو پروژو لپاره را اوږده شي ، هغه لاسونه به هملته قطع کوو.”

نور ولولئ: د ایران او افغانستان د اوبو جنجال؛ ایران وايي، چې هلمند سیند کې له خپلې حق‌ابې نه تېريږي

د مولوي یعقوب په وینا دوی به پر هغو حقونو چې “زموږ ګاونډي هېوادونه یې په امو سیند کې لري تېری ونه کړو. هغه ګټه چې موږ غواړو له امو سیند څخه وکړو په مراتبو زموږ له حقه څخه کمه ده، موږ غواړو چې خپل حق ترلاسه کړو او غواړو چې په دې کې څوک راته خنډ جوړ نه کړي”.

د یاد کانال مهموالی

دا کانال به د افغانستان لپاره دوې مهمې پایلې ولري، د شاوخوا اوه سوه زره هکټاره ځمکې خړوبول، چې افغانستان کې به د کرنې او بڼوالۍ د بنسټ د پیاوړتیا لامل شي دویم به په سیمه ییزه کچه د اوبو له سرچینو نه د ګټې اخیستنې په اړه د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د یوې نوې ستراتیژیکې ملګرتیا پیلامه.

پر دې سربېره به د کانال له بشپړېدو سره ډېری خلکو ته په کرنه او باغدارۍ کې کارونه پیدا شي او د زراعت له پلوه به افغانستان یو مهم ګام واخلي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button