نړیوال خبرونه

د قوشتېپې کانال د لومړي فاز چارې د بشپړېدو په حال کې دي

د قوشتېپې د کانال د لومړي فاز چارې چې د افغانستان په شمال کې د کرنیزو اوبو لګولو تر ټولو مهم کانال بلل کیږي، د بشپړېدو په حال کې دي

دا کانال به د افغانستان لپاره دوې مهمې پایلې ولري، د شاوخوا اوه سوه زره هکټاره ځمکې خړوبول، چې افغانستان کې به د کرنې او بڼوالۍ د بنسټ د پیاوړتیا لامل شي دویم به په سیمه ییزه کچه د اوبو له سرچینو نه د ګټې اخیستنې په اړه د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د یوې نوې ستراتیژیکې ملګرتیا پیلامه وي.

دا تر ټولو ستره بنسټیزه پروژه ده چې د طالبانو د رژیم پر مهال پلې کېږي او لګښت یې د طالبانو حکومت د کورنیو عوایدو له لارې اوږه ورکړې ده.

د قوشتېپې کانال د پروژې مخینه د محمد داود خان واکمنۍ ته ګرځي خو په جرمني کې د اوبو او چاپېریالي چارو کارپوه ډاکټر نجیب الله سدید په وینا ددې پروژې طرحه په لومړي پړاو کې وه، چې پاته شوه.

د داود خان د جمهوریت له ړنګېدو سره د حکومتونو لومړیتوبونه بدل او په دې ټولو کلونو کې د قوشتېپې کانال هېر شو.

د قوشتېپې په څېر د یوې سترې پروژې نشتوالی د دې لامل شو چې نه یوازې افغانستان د امو سیند له اوبو ګټه وانخیستله، د تېرو څو لسیزو اوږدو کې د آمو سېند سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې په هغو ولسوالیو کې چې د دغه سیند په اوږدو کې پرتې دي له ځان سره ډوبې کړې او د ویجاړۍ دا لړۍ لاهم روانه ده چې ورځ تر بلې په چټکۍ پراخېږي.

د محمد اشرف غني د حکومت په وروستیو کلونو کې د اوبو لویې پروژې د حکومت په لومړیتوبونو کې ځای پر ځای شوې وې

د ملي پراختیا شرکت مرستيال رياض الدين شريفي چې د جمهوري رياست پر مهال او د طالبانو واکمنۍ کې ددغه پروژې د پلي کولو مسووليت پر غاړه لري، د دې پروژې د پيل په اړه وايي: “د قوشېتپې کانال د امکان سنجولو چارې د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ کلونو تر منځ د آیکوم کمپنۍ له خوا ترسره شوې دي او تمه کېده، چې ددغه پروژې چارې پیل او بودیجه یې هم د ډبرو د سکرو د پلور له اړخه وه، لومړني کارونه لکه ارزونه او د فني کسانو لېږل هم پیل شوي وو، خو عملي چارې یې نه وه پیل شوي. خو وروستيو سیاسي بدلونونو د یوې لنډې مودې لپاره دغه کار وځنډاوه، خو ښه خبره دا ده، چې د ملي پراختیا شرکت په رهبري کې هېڅ بدلون رانغی او ښاغلی عبدالرحمان اتاش د ادارې د مشر په توګه پاته او هغه مخکینۍ طرحي اوسنیو چارواکو ته وړاندې شولې، چې تر تائید او بودیجې ټاکلو وروسته، چې د معدنونو د عایداتو له اړخه ورکول کیږي ددغه پروژې چاريې پیل شوې.”

د طالبانو حکومت ادعا کړې چې د نوموړې پروژې کارونه به تر ټاکلي وخت وړاندې بشپړ کړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button