ستاسې اند او نظرکورني خبرونه

د لوړو زده‌کړو بې کفایته وزیر او د زده‌کړو پر کیفیت یې بحث

اوس سوال دلته دی چې وزیر بې سواده وي، په کیفیت به څنګه پوه شي

پرون په کابل کې د «د زده‌کړو بنسټونو د ښه والي» تر نوم لاندې یو کنفرانس جوړ شوی و چې د علمي او تحصیلي بنسټونو پر ستونزو، نیمګړتیاوو او وده بحث وکړي.

خو په دې کنفرانس کې هغو ملایانو هم ګډون کړی و چې د دوی په اصطلاح په جهاد کې یې قربانۍ ورکړې وې او دغه وزارتونه ورته د هغه قربانیو په پایله کې رسېدلي دي.

په دغه ملایانو کې یو هم د لوړو زده‌کړو مولوي صاحب و. دغه مولوي صاحب په یاد کنفرانس کې هغه پوهانو او دوکتورانو له وينا کوله چې ویښته یې په علم کې سپین شوي دي. دوی علمي پنځونې کړي، دوی په هېواد کې په لسګونه زره علمي کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي او دوی د علم داسې شمع بله کړې چې اوس د طالب پر ځای ورڅخه نړیوال ګټه پورته کوي. خو طالب بې سواده وزیر چې د عصري زده‌کړو په بوی نه دی خبر او نه یې هم دینې زده‌کړې د اسلامي هېوادونو په شان پرمختللي دي؛ راځي او دله د زده‌کړو پر کیفیت بحثونه کوي او دغه پوهان ورته غوږ وي.

mullah
د لوړو زده‌کړو وزیر ملا محمد ندیم

د نجونو زده‌کړې کفر بولي

داسې څوک د لوړو زده‌کړو وزیر دی چې د وزارت په لومړۍ یا دویمه ورځ یې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.

نور ولولئ: د لوړو زده‌کړو وزارت د تحصیلي نصاب بیاکتنې د امورو لپاره ریاست جوړ کړی

نور ولولئ: په تحصیلي بنسټونو کې د اصلاحاتو د راوستو په نوم د لوړو زده ‌کړو وزارت هڅې

نور ولولئ: د افغانستان روبوټ جوړونکو ټیم قطر ته د لوړو زده کړو لپاره تللي

دغه وزیر چې د زده‌کړو پر کیفیت بحث کوي، د نجونو زده‌کړې کفر بولي په داسې حال کې چې په ټوله اسلامي نړۍ کې نجونو ښوونځیو ته ځي، ښځینه استادانې شته، ښځې له وزارتونو نیولي بیا تر ټیټې کچې ادارې چارې مخته وړي، خو دغه وزیر او د دوی نور ملایان یې بیا کفر بولي.

داسې څوک د زده‌کړو پر کیفیت بحث کوي چې د نجونو زده‌کوونکو پرمخونو یې تیزاب پاشلي او د هلکانو ښوونځي یې په بمونو الوزولي دي.

د زده‌کړو پر کیفیت باید څوک بحث وکړي؟

ملا دغه چوکۍ چې تاته په میراث رسېدلې، یوه اکاډمیک شخصیت ته پرېږده. د واک ورسپارل کېدو تر څنګ ورته صلاحیتونه ورکړه. داسې اهل ته کار وسپاره چې اکاډمیکو شخصیتونو ته د وینا کولو حق ولري. داسې چاته واک وسپاره چې وینا یې د پوهنتونو استادانو ته سپکاوی کول نه وي…

د لوړو زده‌کړو وزیر ملا، تخنیکي مرستیالان او معینان ملایان، د تخنیکي او مالي وزارتونو مسئولین ملایان، ښاروالان ملایان او په هر څه کې ملایان ملایان او په دې کې د کیفیت غوښتنه لېونتوب ښکاري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button