نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

د لیبیا د بهرنیو چارو وزیره ولې له دندې ګوښه شوه

د لیبیا بهرنیو چارو وزیره له اسراییلي سیال سره تر کتنې وروسته ګوښه کړل شوې

د لیبیا لومړي وزیر خپله د بهرنیو چارو وزیره نجلا منقوش تر هغې وروسته ګوښه کړې چې د اسراییل له بهرنیو چارو وزیر سره یې د ‘غیر رسمي کتنې’ رپوټونه خپاره شول.‌

لیبیا کې د ملي یووالي حکومت لومړي وزیر عبدالحمید دبیبه یکشنبه په یوه اعلامیه کې د اغلې منقوش د ګوښه کېدو خبر ورکړ.

په لیبیا کې د هغې پر ضد لاریونونه

د اسراییل له بهرنیو چارو وزیر اېلي کوهن سره د هغې د دې لیدنې له کبله په لیبیا کې پراخ احتجاجونه شوي.‌

د اسراییل او لیبیا د بهرنیو چارو وزیرانو د دې لیدنې رپوټ د اسراییل بهرنیو چارو وزارت ورکړی.

نور ولولئ: اسراییل وايي، په جنین کې د ایران له نیابتي وسله والو سره جګړه کوو

ښاغلي کوهن دا “تاریخي لیدنه” د لیبیا او اسراییل ترمنځ د اړیکو جوړیدو پر لور لومړنی ګام بللی و.

د یادونې ده چې لیبیا اسراییل په رسمیت نه پېژني‌ او برعکس د فلسطین د داعیې ملاتړ کوي.

اسراییلو په دې وروستیو کې د منځني ختیځ او عربي نړۍ له مسلمانو هېوادونو سره د اړیکو جوړولو هڅې پراخې کړې.

په دغو هېوادونو کې پر تېلو بډایه لیبیا هم شامله ده.

له ګوښه کېدو سره سم له هغې څېړنې هم کېږي

د لیبیا لومړي وزیر پر دې سربېره چې اغلې منقوش ګوښه کړې، له هغې یې د څېړنو امر هم کړی دی.‌

بلخوا د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت هم په دې تړاو یوه اعلامیه خپرې کړې.‌

په دې اعلامیه کې راغلي چې د نجلا منقوش او اېلي کوهن ترمنځ لیدنه “غیر رسمي او ناڅاپي” وه.‌

د لیبیا بهرنیو چارو وزارت همدا راز ټینګار کړی چې دوی له “صهیونیستي حکومت” سره د اړیکو د عادي کېدو مخالف او د فلسطینیانو هیلو ته ژمن دي.

د عبدالحمید دبیبه د ملي یووالي حکومت د لیبیا پر پلازمېنه طرابلس واکمن دی او نړیواله ټولنه یې د دغه هېواد د مشروع حکومت په توګه په رسمیت پېژني.

نور ولولئ: له هرو درو اسراییلیانو یې یو د وطن پرېښودو په فکر کې دی

د یادونې ده چې مخکې اسراییل ته د لیبیا د پخواني واکمن معمر قذافي د زوی سیف‌الاسلام قذافي د سفر رپوټونه هم ورکړ شوي وو.‌

همدا راز دا هم ویل شوي چې د لیبیا پر تبروک د واکمن پوځي قومندان خلیفه حفتر زوی هم د پوځي مرستو ترلاسه کولو لپاره اسراییل ته سفر کړی دی.‌

په ځینو عربي هېوادونو کې د اسراییلو سره د چارواکو لیدنې وخت نا وخت ددوی د ولسونو احساسات راپاروي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button