نړیوال خبرونه

د مؤقتې ادارې طرحې په اړه د امرالله صالح غبرګون

د مؤقت ادارې طرحې ته د امرالله صالح غبرګون کابل روانې ګنګوسې بلاخره په حقيقت باندې بدلې شوې د موقتې ادارې خبره چې تر ډېره خلکو کې تېزی سره خپریږي خو په رسمي ډول چا نه تاييدوله د ولسمشر غني د‌لومړي مرستيال له لوري بل اخره تاید شوه چې د موقت حکومت طرحه ورته رسېدلې ده.

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور ریس لومړي مرستيال په لومړي ځل ومنله چې ددوی سره د موقت حکومت يوه طرحه شريکه شوې ده، ددې طرحې په اړوند نور دقیق مالومات نه دي ورکړل شوي خو ښاغلی صالح ددې طرحې څخه هېڅ خوښ نه برېښي او دا طرحه یې د بربادۍ طرحه یاده کړې ده.ویل کېږي چې د موقت حکومت طرحه کابل ته خليلزاد راوړې وه او د افغان حکومت چارواکو سره ېې شریکه کړې وه،

څه موده وړاندې چې دا ډول ګنګوسې پيدا شوې په رسمي ډول افغان حکومت ونه منلې خو اوس د حکومت دوهم کس امرالله صالح دا مني چې دا ډول يوه طرحه دوی ته رسېدلې ده.ښاغلی صالح وايي چې ده ته ورکړل شوې طرحه یې په ډېر دقیق ډول پوره لوستې ده، ښاغلی صالح وايي چې د پوره لوستلو وروسته په دې قناعت رسېدلی چې دا طرحه د افغانستان په خير نه ده او هېواد بربادۍ ته وړاندې کوي.

نوموړی زياتوي چې په دې طرحه کې په ځانګړي ډول د افغانستان د ولسمشر غني واکونه او اختيارات محدود شوي دي.، د امرالله صالح له خبرو ښکاري چې ولسمشرغني به په موقت حکومت کې شتون ولري، د صالح له خبرې دا برادشت هم کېدی شي کې ولسمشر غنی د مؤقت حکومت مشر وي خو صلاحیتونو به یې کم شوي وي.

که څه هم د صالح له خبرو دا درک کېدی شي چې ولسمشر غني دې د ولسمشر په صفت پاتې شي خو اختیارات به یې کم شوي وي، خو دا چې صالح وايي دا طرحه ځکه بربادۍ ته وړونکې ده چې د ولسمشر غني اختیارات کم شوی نو ښکاري داسې چې په دې طرحه کې د ولسمشر غني اختیارات ډېر زيات کم شوي دي او هغه پکې صرف په سمبوليک او نمونه يې ډول قبول شوي دي.

img 20210202 110545

د یادولو وړ ده چې د همدې طرحې یوه نمونه د طالبانو سره هم شريکه شوې ده، اوس چې د افغان حکومت لوړ پوړي چارواکي دا طرحه رد کړه د طالبانو څخه د یوه دریځ تمه کېږي.طالبانو تراوسه په دې هکله څه نه دي ويلي چې ایا دوی ته دا ډول کومه طرحه ورکړل شوې ده که نه، که ورکړل شوي وي نو آیا دوی منلې ده او که قبول شوې نده دا خبره لا هم نده معلومه.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button