اقتصاد او سوداګرينړیوال خبرونه

د متحده عربي اماراتو اقتصاد به ۵ سلنه وده وکړي

د متحده عربي اماراتو اقتصاد وزیر وايي چې ددې هېواد اقتصاد به په روان کال کې ۵ سلنه وده وکړي

متحده عربي امارات چې د نړۍ سوداګریز مرکز بلل کېږي او نړیوالو سوداګرو هلته په میلیاردونو ډالره پانګونه کړې، تازه یې د اقتصاد وزیر (عبدالله بن طوق المره) وايي چې ددغه هېواد اقتصاد به په ۲۰۲۴ کال کې د بهرنۍ پانګونې په اساس او بې له نفتي سکتور ۵سلنه وده وکړي.

نوموړي په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې له نفتي سکتور پرته د هېواد په اقتصاد کې وده به د متحده عربي اماراتو په تاریخ کې بې ساری اقدام وي. هغه وویل: “زموږ د هېواد اقتصادي وده دا په ډاګه کوي چې موږ په دې توانېدلي یو تر څو له نفتي سکتور پرته نړیواله پانګه راجلب کړو او د هېواد اقتصاد د ودې پر لور روان کړو.”

uae2
د متحده عربي اماراتو اقتصاد به ۵ سلنه وده وکړي

په عربي متحده اماراتو کې خصوصي سکتور

د متحده عربي اماراتو د اقتصاد وزیر په ابو ذوبۍ کې جوړ شوي د انیویسټوپیا کنفرانس ته وویل چې په دغه هېواد کې د اقتصاد په وده کې د خصوصي سکتور پانګونه ددې لامل شوي چې ددې هېواد په اقتصادي وده کې ۵سلنه زیاتوالی راولي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل: “متحده عربي اماراتو خصوصي سکتور ته د پانګونې ډېره ښه زمینه برابره کړي ده. ددې هېواد دولت دوی ته زمینه برابره کړې تر څو دلته خصوصي سکتور پانګونه وکړي او پانګونه یې باید د قوانینو په چوکاټ کې خوندي او ډاډمنه وي.”

نور ولولئ: ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه د متحده عربي اماراتو وړاندیز شوی پرېکړه لیک تصویب کړ

نور ولولئ: متحده عربي اماراتو کې له افغان مشرانو او سوداګرو سره د ټوماس وېسټ لیده کاته

نور ولولئ: د افغانستان او متحده عربي اماراتو دیپلوماتیکو اړیکو ته کتنه

د اقتصاد وزیر عبدالله د کنفرانس ګډون کوونکو ته ډاډ ورکړ چې د متحده عربي اماراتو اقتصاد وزارت د نورې بهرنۍ پانګې د جلب لپاره او د خصوصي سکتور په چوکاټ کې ددې هېواد اقتصادي ودې په خاطر نورې طرحې هم چمتو شوي چې ډېرې ژر به پلي شي ترڅو د خصوصي سکتور په برخه کې نور سهولتونه رامنځته شي.

uae1
د متحده عربي اماراتو اقتصاد به ۵ سلنه وده وکړي

هغه زیاته کړه چې په دوبۍ کې به د نړۍ له هر ګوټ پانګوال د اوس په څېر ډاډمنه پانګونه وکړای شي.

متحده عربي امارات د نړۍ مهم اقتصادي مرکز

دغه هېواد چې له عربي هېوادونو څخه یو دی، په مهم نړیوال سوداګریز او اقتصادي مرکز بدل شوی دی. په دغه هېواد کې د نورو هېوادونو تر څنګ افغان پانګوالو هم پانګونه کړي او هلته ښه کاروبارونه لري.

په دوبۍ کې یوازې د افغانستان له خوست ولایت څخه له ۱۳۰۰۰۰ زره زیات کاریګر هلته دي او د لاس مزدوري کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button