د محرم میاشتې لومړی ۱۰ ورځې، پېښور ته د افغانانو پر تګ بندیز ولګېده
د محرم میاشتې په لومړیو لسو ورځو کې پېښور ته د افغانانو په تګ باندې بندیز لګول شوی دی
دوی په پېشور کې هم تګ او راتګ نه شي کولی.
د پېښور د پولیسو ادارې د محرم میاشتې په لومړۍ لسیزه کې په پېښور ښار کې د افغانانو پرتګ راتګ بندیز لګولی دی.
په پېښور کې عموماً د محرم میاشتې په لومړیو لسو ورځو کې مذهبي تاوتریخوالی کېږي او ځايي چارواکي پېښور ښار ته د افغان کډوالو تګ له دې سره سره منع اعلانوي چې افغان کډوالو په مذهبي تاوتریخوالو کې تراوسه رول نه دی لرلی.
پاکستان کې امنیتي حالت خرابېدل
پاکستان کې مذهبي تاوتریخوالی اوج کې دی. پاکستان کې وروستیو ناامنیو ښودلي چې دغه هېواد له یوه کمساري ناامنۍ سره مخ شوی او هره ورځ په کې بریدونه او چاودنې کېږي. پاکستان پوځ او پولیس هڅې کوي تر څو په دې هېواد کې امن ټینګ کړي، په خاص ډول د عاشورا ورځو او شپو کې د خلکو امنیت وساتې.
د پېښور پولیسو د محرم میاشتې په لومړۍ لسیزه کې د نظم د ساتلو لپاره او د هر ډول تاوتریخوالو د مخنیوي په موخه ځانګړی پلان ترتیب کړی چې له مخې یې د نورو اقداماتو تر څنګ پېښور ته د افغانانو پر تګ هم بندیز لګول شوی دی.
محرم مياشت کې ډېر ځله شيعه مسلمانان په نخښه کېږي
په پاکستان کې د محرم الحرام مياشتې په لومړۍ لسيزه کې مذهبي تاوتريخوالي ته په کتو کلک امنيتي تدابير نيول کېږي، چې له امله يې ورځنى ژوند په ټپه درېږي.
بلخوا د پيښور د مرستیال کمیشنر په خبره دغه ګام یې پېښور او شاخوا سیمو کې د امنیت د ټینګ ساتلو او د محرم میاشتې په لومړۍ لسیزه کې د کومې بدې پېښې د مخنیوي لپاره پورته کړی دی.
نور ولولئ: طالبانو شیعه ګان له خپلو سیمو بېځایه کړي
ده ویلي که په دغو ورځو کې افغان کډوال له خپلو کمپونو بهر ولېدل شي نو له قانون سره سم چلن به ورسره وشي. پاکستان کې ډېری وخت افغان کډوالو ته د ناامنۍ پر مهال د شک په سترګه کتل کېږي.
په تېرو درو کلونو کې د پاکستان په غټو ښارونو کې د لویو امنیتي پيښو له رامنځته کېدو سمدستي وروسته په رسنیو کې لومړی تور پر افغان مهاجرو لګول شوی او همداسي د محرم میاشتی او اخترونو په ورځو کې بازارونو او عامو ځایونو ته د افغانانو پر تګ راتګ د امنیت په خاطر بندیز لګول شوی.