کورني خبرونه

طالبانو شیعه ګان له خپلو سیمو بېځایه کړي

 افغانستان افغانستان

د بشري حقونو د څار سازمان  طالبانو شیعه لږکي له خپلو سیمو بې ځایه کړي طالبان یې ردوي د بشري حقونو څار نړیوال سازمان وايي  طالبانو د افغانستان په یو شمېر سیمو کې  اوسېدونکي له خپل کور کلي  ویستی  چې هلته خپل پلویان میشته  کړي

د دې سازمان مسوولین وايي  هغه ډېری وګړی  چې د اوسیدو ځایونه ځینی   غصب شوي د پخواني حکومت کارکوونکي او شیعه وګړي دي د بشري حقونو څار سازمان په یوه تازه رپور  کې ویلی چی  طالبانو د اکتوبر لومړیو کې د هلمند، کندهار، دایکندي، ارزګان او بلخ ولایتونو له یو شمېر سیمو ځایو  شیعه وګړي شړلي. د بشري حقونو څار سازمان د اسیا څانګې مشره پیټریشیا ګوسمان په اړه  وايي طالبان د نژاد او سیاسي نظر پر بنسټ له کور کلي شیعه وګړي او نور خلک  هم شړلی.

دا هم ولولئ | په خوست کې سږ کال حاصلات د تیر کال په پرتله لوړ دي

دا ډول ایستل له قانون پرته  او د زور له لارې تر سره شوی  چې په ډله ییزه توګه د سزا ورکولو ناوړه بېلګه ده

په رپوټ کې د ملګرو ملتونو یوه پخواني سیاسي شنونکي  ویلی  طالبانو د دې پنځو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکو ته یواځی څو ورځې وخت ورکړی وو چې خپل کورونه او کروندې پریږدی   او که نه د عواقبو مسوولیت به یې پر خپله غاړه وي . د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي په اړه  ویلی دوی دا ډول رپوټونه په کلکه ردوي زیاتوی  چی په ځینو مواردو کې ښايي د شخصي شخړو له امله

یا د اسلامي امارات له نوم څخه د غلطی استفادی  اخیستنې  داسې شوي هم په حقوقي قضیو کې اصلي مالک ته خپل حق سپارل شوی  دا استثنايي موارد دي او په اړه  یې څیړنی  کېږي خو په کل  کې د ټولو وګړو حقونو ته رسېدګي کېږي..

نوموړی وايي د نړیوالو سازمانو له لوري خپرېدونکي رپورونو نه د ناوړو  معلوماتو پر بنسټ  چمتو کېږي، یو اړخیز  دي او دوی یې په کلکه ردوي  دا رپورون طالبانو حکومت بد نامه وی..

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button