نړیوال خبرونه

د مدیترانې ځنګلونو کې لګېدلی اور؛ په زرګونو خلکو خپلې سیمې پریښي

په دغو ځنګلونو کې لګېدلي اور تر ۴۰ زیات کسان وژلي او په زرګونه کسان له سیمې ایستل شوي

د رودېس ټاپو کې بېړنی حالت اعلان شوی. کورفو او ایویا ته هم د اور لمبې رسیدلې دي. دمګړۍ د تودوخې روانه څپه کې د کمښت هیڅ نښه نه لیدل کېږي.

بلخوا اټکل کېږي، چې د یونان په ځینو برخو کې به د تودوخې درجه ۴۴ سانتی ګراد ته لوړه شي.

نور ولولئ: اسپانیا کې اورلګېدنه؛ زرګونو خلکو خپلې سیمې پریښي

په سیسلي او پوګلیا کې اورلګېدنې زرګونه خلک تېښتې ته اړ کړي دي. تېز بادونه او تندر د دې لامل شوی، چې د اور وژونکو چارې لا سختې شي. تر دې دمه ترټولو لویه مرګ ژوبله په الجزایر کې رامنځ ته شوې ده.

د الجزایر په ختیځ کې د بیجایا په ساحلي ولایت کې ۳۴ کسان وژل شوي، چې ۱۰ تنه یې سرتېري دي.

دوی هغه مهال د مرګ په دام کې ولوېدل، چې د تېښتې پرمهال د اور لمبو ګرد چاپیره اېسار کړل.

خپله بیجایا هم زیاته زیانمنه شوې ده هالته ۲۳ کسان وژل شوي دي.

د یاد لګېدلي اور د اورژنې هڅې

د الجزایر چارواکو ویلي، چې د یکشنبې ورځې راهیسې یې ۸۰ سلنه اور خاموشه کړی دی خولا هم د اور وژنې چارې روانې دي اوشاوخوا ۸۰۰۰ پرسونل، سلګونه د اور وژنې ماشینونه او د اور وژنې الوتکو په مټ ترسره کېږي.

د بي بي سي خبریال له یوه سړي سره خبرې کړې چې رستورانت یې د اور لمبو کې اېرې شو. د رستورانت څېښتن عادل ال سیلمي وايي:”اور لمبې چې را نژدې شوې موږ رستورانت پرېښود. ”

نور ولولئ: کاناډا د ځنګلونو له اور سره د مقابلې په برخه کي مرسته غوښتې

تیره اونۍ په تبرکه کې د بې سارې تودوخې پر مهال د اوبو کمښت چارې لا سختې کړې وې. ښاغلی سیلمي وايي:” د لرګیو ودانۍ له نړيدو وروسته تر څو ساعتو موږ نه شوی کولی اور یې مړ کړو. ” نوموړی زیاتوي:”ما ۲۲ کسان په کار کمارلي وو. زه نه پوهېږم له دې ناورینه څنګه ځان رابهر کړم.”

له اغېزمنو سیمو د لسګونو زره کسانو وتل

د رودېس ټاپو په سویل کې له کورونو او استوګنځایونو څخه له ۲۰ زره ډېر کسان په وروستیو ورځو کې اېستلشوي دي .

د هوايي ډګر یوه چارواکي ای اېف پي خبري اژانس ته ویلي، له دې ځایه د یکشنبې او سه شنبې ترمنځ له ۵۰۰۰ زیات کسان په ۴۰ بېړنیو الوتونو کې خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

د ایټالیا شمال وژونکو طوفانونو ځپلی، سیسلياو ځینې سویلي سیمې د ځنګلي اورونو ځپلې دي.

د سیسلي په ختیځ کې یو ۹۸ کلن سړی په خپل کور کې په اور کې اېسار پاتې و کله چې لور او د لور خاوند یې د هغه د ژغورنې هڅه کوله خپله په اور کې وسوځېدل.

د ایټالیا د اډریاټیک ساحل په فوګیا سیمه کې هم اور لګېدلی چې ۲۰۰۰ کسان یې له هوټلونو او کمپونو اېستلو ته اړ کړي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button