نړیوال خبرونه

د مصالحې عالي شورا: جمهوریت باندې هیڅ ډول معامله نه کوو

د مصالحې عالي شورا: جمهوریت باندې هیڅ ډول معامله نه کوود پخلاینې عالي شورا دوهم مرستیال اسدالله سعادتي وایي، په هیواد کې د جمهوري نظام بقا او د رایو له لارې د ولسمشر ټاکل کېدل هغه څه دي، چې، معامله ورباندې کېدلای نشي کیدی هغه وايي جمهوریت موږ ته سره کرښه ده.

د ښاغلي سعادتي پر وینا د جمهوري نظام بقا او دا چې د نظام لومړی کس به د رایو له لارې ټاکل کېږي، هغه څه دي چې زموږ لپاره سره کرښه ده او هیڅ بدیل نه لري.نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې طالبانو تر دې دمه د خپل خوښې وړ «اسلامي نظام» په اړه توضیحات نه دي ورکړي؛ خو له خبرو یې داسې ښکاري، چې له اسلامي نظام څخه یې مراد هماغه پخوانی اسلامي امارت دید سعادتي په خبره، «اوربند» او تر سولې وروسته د نظام بڼه هغه څه دي، چې ښايي په راتلونکو مذاکراتو کې سخت وي.

ځکه دده له قوله، اوربند د حکومت د مذاکراتي ټيم د اجنډا په لومړنیو موضوعاتو او د طالبانو د خوښې وړ موضوعاتو په وروستۍ برخه کې قرار لري.نوموړي ددې تر څنګ د دواړو مذاکراتي ټیمونو تر منځ د نظر ستر توپير ته په اشارې ویلي، چې ښايي له همدې امله په افغانستان کې د سولې تامین ستونزمن وي.

د مصالحې عالي شورا: جمهوریت باندې هیڅ ډول معامله نه کوو
د مصالحې عالي شورا: جمهوریت باندې هیڅ ډول معامله نه کوو

دهغه له قوله، سوله یوازې هغه وخت تامین کېږي، چې عدالت تامین شي او د ټولنې د ټولو وګړو حقونه ورکړل شي.سعادتي داسې مهال جمهوري نظام خپله کرښه بولي؛ چې د طالبانو او کابل مذاکراتي ټیم تر منځ لا تر دې دمه ددې موضوعاتو په اړه خبرې نه دي پیل شوې.

هېره دې نه وي یوه اوونۍ مښکې دواړو لورو د اجنډا د موضوعاتو لستونه تبادله کړل او د نوي کال د جنوري میاشتې پر پنځمه یې د مذاکراتو د بیا ځلې پيلېدو په اړه هوکړه وکړه. دويي توافق وکړ چې دواړه لورې به د سلا مشورو نه وروسته بیا ځلې سره یو ځای شي او مزاکرات به پیل کړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button