نړیوال خبرونه

دمصالحې عالي شورا لومړۍ ناسته سبا تر سره کیږي

د ملي مصالحې عالي شورا لومړۍ ناسته سبا تر سره کیږي دپخلاینې عالي شورا غړي وايي، ددې شورا لومړنۍ ناسته سبا ورځ شنبهپه ولسمشرۍ ماڼۍ کې رابلل کېږي.او ټول سیاسي جهتونه او د دې شورا غړي به پکې ګډون کوي.

د ملي مصاحې عالي شورا ویاند ښاغلي فریدون خوځون په یوه لنډ ټويټ کې لیکلي «تمه ده د مصالحې عالي شورا پرانستونکې ناسته سبا په ارګ کې راوبلل شي.»مصالحې عالي شورا چې د اشرف غني او عبدالله تر منځ د واک د توافق په پایله کې د عبدالله په برخه رسېدلې، له څو میاشتو راپدېخوا یې د جوړېدو چارې د ارګ له لوري ځنډېدلې وې.او اوس به ډېر ژر دغه شورا تشکیل او نورو موضوع ګانې وارزول شي.

څو ورځې مښکې په کابل کې د اروپایي اتحادیې یو شمېر غړو هیوادونو او امریکا په بېلو اعلامیو کې په ارګ فشار راووړ، تر څو د مصالحې عالي شورا په سمدستي ډول جوړه او فعاله کړي.تر څو وکولی شي د سولې خبرې په سیاسی اجماع کې وشي اود دې شورا لاندې ځيني سیاسي شخصیتونه او جهتونه دې ته وهڅول شي چې د سولې خبرو او پروسې ملاتړ وکړي.

تېره اوونۍ کې اشرف غني له عبدلله عبدالله، کرزي او سیاف سره په ارګ کې ولیدل او د مصالحې عالي شورا د جوړېدو او د پرانستونکې ناستې د رابلل کېدو د څرنګوالي په تړاو یې ورسره خبرې کړې وې.اوس د دې لومړنۍ ناستې ورځ معلومه شوه چې باور سرچینیو د شنبې ورځ تاید کړې ده.

که څه هم تر دې دمه د مصالحې شورا د رهبرۍ کمېټې د غړو نومونه نه دي په ډاګه شوي؛ خو د یادې شورا غړي وايي، له ۴۰-۴۵ پورې سیاسي مشران او متنفذین به په یاده شورا کې ګډون ولري.په دې ناسته کې دغه سیاسی څېرې د دې لپاره رامخې ته کوي تر څو د دوي نفوس نه کار واخلي او دوي هم د سولې پروسې کې زیات شمېر ملاتړي پیدا کړي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button