هنر او ادب

د مطالعې ګټورې لارې چارې او د هغې تاثیر

که غواړئ چې موثره او غوره مطالعه وکړئ نو ددې لپاره تاسو اړتیا لرئ چې ځینې لارې عملي کړئ

نن سبا په توګه کې مطالعه ډېره دود شوي ده. خلک که هر څومره بوخت هم وي، خو په خپل تقسیم اوقات کې د مطالعې لپاره وخت بېلوي او بیا منظمه مطالعه کوي.

که تاسو غواړی چې ښه مطالعه وکړی نو تقسیم اوقات تر ټولو مهم دی ځکه تقسیم اوقات ستاسو وخت منظم کوي. که تقسیم اوقات نه وي نو نه شو کولای چې ورځني کارونه په منظم ډول پر مخ بوځو، دا چې تقسیم اوقات/پلان درلودل اړین دي؛ نو په اسانۍ سره کولای شو ورځنيکارونه مخته بوځو؛ نو تر هر څه دمخه تقسیم اوقات/ پلان درلودل مهم دی.

د غوره مطالعه لپاره ځای

دلته د آنسانانو خویونه/خصلتونه له یو بل سره توپیر/فرق لري او په څو برخو ویشل شوي دي؛ ځکه هر یو یې جلا جلا ځایونو کې مطالعهکول خوښوي.

الف: ځینې زده کوونکي/محصلین په آرامه فضا کې ښه مطالعه کوي.

ب: ځینې محصلین/زده کوونکي په مجلس(شور) کې هم مطالعه او درس زده کولای شي.

ج: ځینې بیا داسې زده کوونکي/محصلین هم شته چې ګوشکي په غوږونو کې ږدي او خپله مطالعه مخته بیایي او ښه یې زده کوي.

نور ولولئ: عربي ژبه څنګه اسانه زده کړو؟

د: ځینې داسې محصلین/زده کوونکي هم شته چې کله قدم وهي نو ښه مطالعه کوي او درس یې هم ښه یادیږي.

کوم ډول کتابونه مطالعه کړو؟

دلته هم هر یو جلا جلا خوي لري. تر هر څه مخکې باید آسلامي کتابونه مطالعه کړو، که هر څومره مطالعه وکړو خو که د اسلام باره کې مالومات ونه لرو دا به بیا هسې دوخت ضایع وي، خو په آسلامیاتو کې باید ښه مطالعه ولرئ، دا چې څوک درنه پوښتنه وکړي او سمدستي ځواب وکړئ، دا هم منم چېآنسان نیمګړی دی، خو حت الوسعه (تر خپله وسعې) پورې کوښښ په کار دی چې زده یې کړو. د ځېنو ناولونه ډېر خوښ دي او کولای شي چې ناول تر بل هر کتاب ناول ښه مطالعه کړي.

ځینې بیا همغه د خپل مکتب/پوهنتون کتابونه مطالعه کوي نورو کتابونو ته خاصه توجه نه کوي؛ خو! بهتره دا ده چې په خپل مسلک کېپراخه مطالعه وکړي.

ځینې بیا داسې دي چې هر کتاب مطالعه کوي، مثلاً: آسلامي، ناول، د پوهنتون/مکتب او داسې نور کتابونه.

مطالعه د څه لپاره کوی او موخه څه ده؟

د مطالعې آهمیت/ګټې ډېرې زیاتې دي که موږ هر څومره د مطالعې د ګټو په اړه ولیکو/وغږېږو بیا هم کم دي.

که تاسې په خپل چاپېریال/شا او خوا کې هغه وګړي چې مطالعه کوي او هغه چې مطالعه نه کوي، سره مقایسه/پرتله کړئ نو د مطالعېارزښت به درته معلوم شي؛ ځینې کسان چې زده کړه/ تعلیم هم لري، منظم ښونځی او پوهنتون یې هم لوستی وي، خو په خپل مسلک کېدومره وړتیا/قابلیت نه لري لکه هغه شخص چې پراخه مطالعه یې کړي وي، او د خپلې شخصي مطالعې پر مټ یې ځان تر یو ځایه رسولیوي، دا کسان ممکن/شاید له پوهنتون څخه هم فارغ نه وي خو وړتیاوې یې د هغه فارغو کسانو په نسبت ډېرې زیاتې دي چې مطالعې ته یې شا کړې ده.

نور ولولئ: کابل کې د کتابونو ستر نندارتون پرانېسته

مطالعه د دې لپاره وکړئ چې مالومات او ورسره مو په څنګ کې د ژبې فصاحت او بلاغت زیات شي، د دې لپاره مطالعه وکړئ چې څنګه مقابل شخص در څخه (متأثره) شي، او هم څنګه کولای شئ چې مقابل چې د خپل فصاحت او بلاغت له وجهې تاثیر لاندې راولئ.

په ټوله کې ویلی شو هغه څوک چې منظم تقسیم اوقات/پلان لري هغه کولای شي په ډېرې آسانۍ سره خپلو ورځنیو کارونو او ورسره خپله مطالعه پر مخ بوځي؛ همدغه شخص کولای شي چې په راتلونکي کې د خپل ځان، کورنۍ او هېواد لپاره لاسته راوړنې ولري.

مختلف ډوله کتابونه مطالعه کړئ چې مالومات مو لا زیات شي، او په مجالسو/غونډو کې د خبرو قابلیت په ځان کې پیدا کړئ، څومره چې مطالعه کوئ همغومره مو ذهن رشد کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button