د معیار او کیفیت ادارې ۳۶ معیارونه او ۳۰ د ازمایښت نوې طریقې تایید کړې

د معیار او کیفیت ادارې د خوراکي توکو، درملو او ساختماني موادو لپاره نوي معیارونه تصویب کړل
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت ویلي چې د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې په خپله وروستۍ غونډه کې د د معیار او کیفیت ادارې له لوري وړاندې شوي یو شمېر معیارونه او د ازمایښت طریقې ارزولي دي.
د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، تر بحث او ارزونې وروسته ۳۶ معیارونه او ۳۰ د ازمایښت طریقې د تایید وړ وبلل شوې.
د معیار او کیفیت ادارې نوي معیارونه کومې برخې رانغاړي؟
د معلوماتو له مخې، د د معیار او کیفیت اداره له لوري وړاندې شوي معیارونه د خوراکي توکو، درملو، ساختماني موادو، کرنیزو محصولاتو، نفتي توکو، چاپېریال ساتنې، کانکیندنې، مخابراتو او برېښنا اړوند برخې رانغاړي.
چارواکي وايي، د دغو معیارونو تصویب به د تولیداتو کیفیت ښه کړي او په بېلابېلو برخو کې به د معیاري محصولاتو د تولید او ارزونې بهیر پیاوړی کړي.
په صنعتي پارکونو کې د برېښنا ستونزې هم وڅېړل شوې
د اقتصادي معاونیت په وینا، په غونډه کې د کابل، ننګرهار او کندهار په صنعتي پارکونو کې د ځینو فابریکو د برېښنا ستونزې هم وڅېړل شوې او په دې اړه د حل پر لارو چارو بحث وشو.
د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د د معیار او کیفیت ادارې فعالیتونه پراخ شوي دي. دې ادارې په بېلابېلو بندرونو کې د بېکیفیته توکو د واردېدو د مخنیوي لپاره اقدامات کړي او له سوداګرو یې غوښتي چې هېواد ته یوازې معیاري او باکیفیته توکي وارد کړي.
په وروستیو کلونو کې د معیار او کیفیت اداره هڅه کوي چې د توکو د کیفیت د ارزونې بهیر پیاوړی کړي، څو په کورنیو بازارونو کې د بېکیفیته محصولاتو مخه ونیول شي.



